دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 69109
د وانټ وایګل ولسوالۍ د ولسوال زوی د ماین په چاودنه کې ټپي شوی
د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ د ولسوال زوی د ماین په چاودنه کې ټپي شوی.
د وانټ وایګل ولسوال رحمت الله رحمت ازادی راډيو ته وویل، دغه ماین د دوی کورته نږدې ځای پر ځای شوی وو، چې د چاودنې
په نتیجه کې یي د ده ځوان زوی سخت ټپي شوی دی .

نوموړی د دغې چاودنې پړه پر طالبانو اچولی، خو طالبانو یي تر اوسه
په اړه څه نه دي ویلي.

د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ کابو یوه میاشت کیږي چې؛ د دولت لاس ته ورغلې، دغه ولسوالۍ پخوا تر دی د دوه نیمو کالو لپاره د طآلبانو په لاس کې وه .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccosqe.2bqox8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته