هغه امريکايي عسکر چې په افغانستان کې د ١٦ ملکيانو په ډله ييزې وژنې تورن دى، بخښنه وغوښته. رابرټ بېلز چې پرون يې د واشنګټن ايالت په يوه پوځي اډه کې د سزا اورونې غونډې ته خبرې کولې، وويل، دغه عامه وژنه بزدلانه عمل و.
٣٩کلن بېلز وويل له هغو کسانو بخښنه غواړي چې د تېر ميلادي کال په مارچ کې يې د ډله ييزې وژنې له کبله د کورنۍ غړي ورڅخه واخيستل شول.
بېلز په جون مياشت کې تورن وپېژندل شو، خو د يوه توافق د يوې برخې په توګه به د وژنو له کبله د مرګ سزا نه ورکول کېږي، بلکې په عمري بند به محکوم شي.
اوس به يو پوځي قضايي هيئت دا پرېکړه کوي چې بېلز دې د مشروطې عفوې چانس ولري- که څنګه؟

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)