دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 75476
امریکا وايي په اکتوبر میاشت کې له کابل سره امنیتي تړون لاسلیک کړي

د امریکا دولت په دې لټه کې دی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو له ترسره کېدو مخکې لاسلیک شي.
د جرمني خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي، جیمز ډابینز پرون په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کط په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره د تبلیغاتو له پیلېدو مخکې، د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکېدو خبر ورکړ. 
د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په ا کټوبر میاشت کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکېدل د امریکا ددولت لپاره ځانګړی او مهم ارزښت لري

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3t9u.ak9nu4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته