دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 76829
د سره صلیب کمېټې ۷ کارکوونکي د سوریې په شمال کې تښتول شوي دي

د سرصلیب نړیواله کمیټه وايي، د دې ادارې اوه کارکونکې د سوریې په شمال کې تښتول شوې دي. د سرصلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ویلي، وسلوالو کسانو د دوی د کارکونکو ډله په شمالي ښار ادلیب کې اختطاف کړې ده.
د تښتول شویو کسانو څخه شپږ تنه یې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې کارکونکي بلل شوي او یو یې د سوریې د سرې میاشتې د ټولنې سیمه ییز کارکونکی دی.
دې ادارې د خپلو کارکونکو د زر او بې قید اوشرطه د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د سوریې دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ چې؛ د سره صلیب شپږ کارکونکي هغه مهال برمته شول چې؛ وسله والو یې پر موټر ډزې وکړې.
د سوریې حکومتي رسنیو دا تښتونه د بشار لاسد د رژیم د مخالفو وسله والو کار بللی دی. د نړیوال سره صلیب دا کارکونکي د سوریې شمال ته د مرستو له رسولو وروسته بیرته د دمشق په خوا روان وو چې؛ د وسله والو له خوا وتښتول شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjhoea.uqem8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته