دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 79082
پرویز مشرف د غدارۍ په تور محاکمه کېږي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړی دې چې د دغه هیواد د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف پرخلاف د غدارۍ یا خیانت پر دوسیې به سر له نن دوشنبې غور پیل شي.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان نن په یوه خبري غونډه کې وویل: د جون په شپږویشتمه نېټه د سترې محکمې په سپارښتنه پلټونکي پلاوي د نوومبر په شپاړسمه حکومت ته د خپلو څېړنو راپور ولېږل شې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وینا حکومت د راپور له ارزونې وروسته پرېکړه وکړه چې د متقاعد جنرال مشرف پرخلاف دې د قانون د شپږم بند پراساس د غدارۍ دوسیه جوړه شي.
ده دا هم وویل چې حکومت به سبا د سترې محکمې رييس ته یو لیک ولېږي او په ترڅ کې به یې غوښتنه به وکړي چې د مشرف د قضیې د څېړلو لپاره یو درې کسیز کمیسیون جوړ کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د مشرف په وړاندې د حکومت د اقدام د دفاع په ترڅ کې وویل، چې اوسني حکومت په خپله پنځه میاشتنۍ دوره کې داسي هیڅ کار نه دی کړی چې د غج اخیستو ښکارندوی وي.
تحقیقاتي ډله به د مشرف د ۲۰۰۷ میلادي کال د نوومبر د درېمې نېټې د اقداماتو په اړه شواهد راټول کړي.
سترې محکمې د مشرف د ۲۰۰۷ میلادي کال د نوومبر د درېمې نېټې اقدامات غیرقانوني بللي او هغه یې له غدارۍ سره مترادف ګڼلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxz05.yt0nj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته