دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 79847
۳۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې دننګرهار ، نورستان ، کندهار ، زابل او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۳۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۲ تنه ټپیان او۹ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه : د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۵ تنه د غلاکولو په تړاود کابل ښار د لومړې، دویمې ، دیاړسمې او پنځلسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccm4qm.2bqo08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته