دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۵۶
د مطلب کود : 86575
د امریکا پوځ د حقاني شبکې د ختمولو لپاره ځانګړې قطعه جوړه کړې
تاند- د امریکا پوځ غواړي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې د حقاني شبکه له منځه یوسي.
د امریکا پوځ د حقاني شبکې د ځپلو لپاره د (Fusion Cell) په نوم یوه ځانګړې قطعه جوړه کړې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، فیوژن سیل (قطعه) د تېر ۲۰۱۳ په وروستیو کې جوړه شوې ده، سږ کال یې د اسلام اباد په شمول د پاکستان په مختلفو سیمو کې د حقاني شبکې د له منځه وړلو لپاره فعالیت پیل کړی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي چې یو تجربه کار امریکايي ډګروال د فیوژن سیل مشري کوي.
له دې راپور سره سم، په فیوژن سیل کې خاص ځواکونه، د امریکا د پوځ کومانډو، د امریکا سمندري پوځیان، د سي آی اې ځواکونه او افغان او پاکستاني ځواکونه شامل دي.
امریکا د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستاني رسنۍ وايي، ټاکل شوې ده چې د حقاني شبکې پرضد پراخ عملیات وشي خو تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دا عملیات د امریکا د پوځ له لوري کېږي او که د سي آی اې له خوا.
دوی باوري دي چې د پاکستان پوځ هم د حقاني شبکې ملاتړ کوي او پوځ او استخبارات دا شبکه په افغانستان کې د نفوذ وسیله بولي نو پر دې اساس د حقاني شبکې پرضد جګړه پاکستان ته د جګړې د اعلان معنا لري.
خو په همدې حال کې یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي نن په واشنګټن کې وویل چې کېدای شي د دغه هیواد پوځ ډېر ژر په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات پیل کړي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دغه چارواکي په قول ویلي چې که په شمالي وزیرستان کې عملیات وشول حقاني شبکه به هم محوه شي.
ورځپاڼې که څه هم د دغه پاکستاني چارواکي نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې د پاکستان د دفاع وزارت مرستیال له یوه پلاوي سره په واشنګټن کې دی چې د متحدو ایالتونو له استخباراتي چارواکو سره خبرې وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciwwav.t1aqy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته