دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۱۷
د مطلب کود : 91416
په ۲۰۱۳ کال کې د جګړو پر مهال د ماشومانو تلفات ۱۵ سلنه زیاته شوي وو
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ په تېر کال کې د وړم هغه په نسبت په جګړو کې د ماشومانو تلفات نږدې پنځلس فیصده زیات شوي دي.
 د دې کمیسیون مشرې سیما ثمر نن په یوه غونډه کې چې د یوې رسالې د خپریدو په هدف چې د یوناما په همکارۍ برابره شوې دا خبرې وکړې.
 د دې رسالې د خپریدو هدف په جګړو کې د افغان ماشومانو خوندیتوب ښودل شوی.
 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي یان کوبیش هم د دې رسالې د خپرېدو پر مهال په افغانستان کې د جګړو له ښکیلو خواوو وغوښتل چې؛ د ملکیانو حقونو په ځانګړې توګه ماشومانو ته درناوی او پاملرنه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq5a3.t1azz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته