دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 91953
وزیري: د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې؛ له وسله والو طالبانو نه یې د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره له تېرې ورځې راهیسې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل؛ په دې عملیاتو کې د ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرتېرو ترڅنګ د کمانډو ځواکونه هم برخه لري.
"پرون یوه بجه د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې لوا یو مکمل کنډک سمیې ته رسېدلی له دې سربېره د کمانډیویانو د سلو په شاه خوا کې یو قوي ګروپ هم ساحې ته لېږل شوی او همدرانګه د قول اردو قوماندان تورن جنرال زلمی ویسا عملیات رهبري لپاره ولسوالۍ ته تللی او چې وروستي معلومات راغلل له تاسې سره به یې شریک کړو."
د ښاغلي وزیري په وینا، د ولسوالۍ له سقوط وړاندې په سیمه کې یواځې کم شمېر ملي پولیس موجود وو.
ویل کیږي، تېره ورځ سلګونو وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ باندې حمله کړې چې؛ له جکړې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه پرېښې او ولسوالۍ د وسله والوطالبانو لاس ته لوېدلې.
د یمګان ولسوال نوروز حیدري ازادۍ راډیو ته ویلي چې؛ تېره ورځ لس بجې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو په یمګان ولسوالۍ کې لس پولیس نیولي او ۴۵ نور هم د دوی په محاصره کې دي؛ چې د برخلیک په اړه یې تازه معلومات نه دي تر لاسه شوي.
ویل کېدل چې دغه ولسوالۍ له ډېره مودې راهیسې د وسله والو طالبانو له ګواښ سره مخامخ وه.
د راپورنو په اساس په بدخشان کې له افغان طالبانو سربېره ازبک، عرب او تاجک جنګیالي هم فعاله دي.
څو میاشتې وړاندې د بدخشان یوه بله ولسوالۍ کرام منجان هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې وه؛ چې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې له طالبانو نه بېرته ونیول شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس ( آوا)
https://avapress.com/vdcexo8o.jh8zni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته