دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۲۳:۱۴
د مطلب کود : 193035
د بدخشان وردوج ولسوالی کې د ملکی وګړو نامشخص تلفات
بدخشان ځينی سیمه ییز مسئولین وایی: په وردوج ولسوالی کې نن سهار ۱۰ بجی هوایی عملیات په ترڅ کې ملکی وګړی زیان لیدلی دی په دی حال کې سیمه ییز حکومت د ملکی وګړو زیان څخه جزییات نه دی ورکړی او ملکی وګړو تلفات لږ بولی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د مسئولین په وینا د پاکسازی عملیات د وردوج ولسوالی سربیره د یو میاشت راهیسی د یمګان، کران او منجان ولسوالیو کې هم جریان لری چی ددی مده په لړ کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتی دی او دا په داسی حال کې دی چی دفاعی او امنیتی ځواکونه د پراخ عملیاتو په ترسره کولو سره د سنبله په ۱۶ نیټه د پنځو کالو وروسته د وردوج ولسوالی د طالبانو څخه آزاد کړ.
د وردوج ولسوالی ددی ولایت استراتژیک سیمو څخه حسابیږی چی د ۱۳۹۴ کال خزان کې د طالبانو په لاس سقوط وکړ او په دی مده کې افغان امنیتی ځواکونه څو ځلې ددی ولایت د بېرته نیولو لپاره عملیات ترسره کړی دی.
فرحناز پآمیری، د بدخشان ولایتی شورا غړۍ د ملکی وګړو تلفات په تایید سره وویل: امنیتی ځواکونو هوایی عملیات د وردوج په ولسوالی کې ځینو ملکی وګړو او کورونو ته یی تلفات اوښتی دی خو تراوسه مشخص تعداد یی نه دی معلوم.
هغی وویل: امنیتی ځواکونه عملیات نه مخکې ملکی وګړو ته راپور  ورکړی وو چی عملیات په جریان کې خپل کورونه پریږدی خو هغوی بی توجهی له امله هغوی ته زیان رسیدلی دی.
بشیر صمیم، د بدخشان ولایتی شورا رییس وویل: د عملیات په جریان کې د یو میاشت راهیسی د وردوج په ولسوالی کې ملکی وګړو ته ډیر تلفات اوښتی دی.
له بل لوری هم ثناالله روحانی، د بدخشان پولیس قوماندانی ویاند وایی چی ددی عملیاتونو په ترڅ کې طالبانو ته مرګونۍ طلفات اوښتی دی او په دی مده کې ۲۵۰ طالبان وژل شوی او ټپیان شوی او ۱۵۰ تنه امنیتی ځواکونو سره یوځای شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcgww9qnak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته