دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 113066
ولسمشرغني ژمنه وکړه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه به وټاکي
څه کم یوه اونۍ وروسته د اوسنۍ ولسي جرګې کاري دوره پای ته رسیږي؛ خو تراوسه د دې جرګې د نویو غړیو د غوره کېدو لپاره د انتخاباتو نېټه نه ده ټاکل شوې او دا هم نه ده معلومه چې د چنګاښ له لومړۍ نېټې وروسته به اوسنۍ ولسي جرګه خپل کار ته دوام ورکوي او کنه؟
خو د افغانستان ولسمشر ژمنه کړې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نيټه به وټاکي.
اشرف غني ویلي چې له دې مخکې باید له مسوولو کسانو سره سلاومشوره وکړي.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:((د افغانستان ولسمشرژ منه وکړه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه به وټاکي خو زیاته یې کړه چې مخکې له دې باید د امنیتي؛ تخنیکي او سیاسي چارو په اړه یو ګډ دریځ رامنځ ته شي.
په دې مانا چې په انتخاباتو کې ښکېلو ټولو کسانو سره خبرې اترې وشي او د دغې مهمې پروسې په وړاندې د پرتو ستونزو په باب د هغوی نظرونه وپوښتل شي ترڅو یوه حل لاره پیدا شي.))
د هاشمي په وینا، جمهور ریس دا ژمنه د شنبې په ورځ د هېواد له سیاسي څیرو؛ د مدني ټولنې له غړیو، حقوق پوهانو او د انتخاباتو د کمیسیونونو له غړیو سره په ځانګړو غونډو کې وکړه.
د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې د ولسي جرګې کاري موده په پنځم کال د انتخاباتو د نتیجې له اعلان وروسته پای ته رسیږي او نوې ولسي جرګه په کارپیل کوي.
د اساسي قانون د ۸۳ مادې له مخې د ولسي جرګې انتخابات مخکې له دې چې د ولسي جرګې کار پای ته ورسیږي، له دیرشو نه ترشپیتو ورځو مخکې ترسره شي.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال ښاغلي هاشمي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل چې د اساسي قانون د تفسیرمسله سترې محکمې ته وړاندې شوې ده.
د افغانستان په انتخاباتي نظام کې اصلاحاتو راوستل د ملي وحدت د حکومت د موافقې یوه له مهمو مادو څخه ده.
د دغې مادې نه عملي کیدل یو له عمده لاملونه څخه ګڼل کیږي چې نړېوالې ټولنې د انتخاباتو له کمیسیونو سره خپلې مالي مرستې بندې کړي او له مالي پلوه د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو لګښتونه نه دي تامین شوي.
ولسمشرد شنبې د ورځې د غونډو ګډونوالو ته ویلي چې هڅه کوي د دغو انتخاباتو لګښتونه پوره کړي.
بیاهم د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال:((د افغانستان ولسمشر وویل چې د افغانستان حکومت مسوولیت لري چې د انتخاباتو لپاره مالي منابع پیدارکړي او زیاته یې کړه چې له ټولو امکاناتو څخه کار اخلو چې د انتخاباتو لګښتو نه تامین او هغه په درست او شفاف ډول ترسره کړو.))
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني ویلي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ۸۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د انتخاباتو له کمیسیون څخه د نژدې زرو مسلکي کارکونکو وتل د انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې بله ستونزه بلل کیږي.
د انتخاباتو د کمیسیون ویاند نور محمد نورآزادي راډیو ته په دې اړه وویل: ((په حقیقت کې دا هغه کسان وو چې تخصص یې بیخي ترلاسه کړی و؛ د پیسو او بودجې د نشتوالي له امله په دې وروستیو کې دوی له کاره وایستل شول او که چېرې دوی بېرته ګمارل کیږي؛ دا به یوه اوږده پروسه وي چې ډیروخت غواړي. په دې خاطر ویلی شم چې انتخابات زښت زیات شاته وغورځېدل او نه شو کولای چې هغه په دې نژدې وختونو کې ترسره کړو.))
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې په هېواد کې د نا امنیو زیاتوالی، د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې یوه بله ستونزه ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په وروستیو کې ویلي چې دولس ولایتونه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
نورالحق علومي زیاته کړې چې نور ۹ ولایتونه له متوسط امنیتي تهدیدونو سره مخ دي.
https://avapress.com/vdcce1qse2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته