دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 118950
د حضرت آیت االعظمی ناصرمکارم شېرازي دتام الاختیار نماینده پواسطه په ټول افغانستان کې عنوان شو!

د نوردتلویزیون دکارلوری، تراوسه زموږ د تائید وړودی او دهفه د مثبتو کړنو لامله یې تقدیر او تشکرکوو

د نوردتلویزیون دکارلوری، تراوسه زموږ د تائید وړودی او دهفه د مثبتو کړنو لامله یې تقدیر او تشکرکوو
بل هغه مهم کارچې استاد رباني پای ته ورساوه، هغه د نورد تلویزیون تاسیس په هغو شرایطوکې ؤچې هېواد دنړۍ ترفکري، فرهنګي اورسنيزوتهدیدونو لاندې ؤ او پدې شرایطوکې، په ملییاردودالتر، دې هېواد ته راتلل، څو د رسنيزو یرغلونوله لارې د خلکو فکر، فرهنګ، دین اواندېښنه بدله ګړي.

د نورد تلویزیون دکارلوری تراوسه زموږ د تائید وړدی او دهغه د مثبتو کړنوله کبله، دهغه تقدیر اومننه کوو.

په افغانستان کې د حضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شېرازي د تام الاختیارنماینده له خوا د تقدیر یوه لوحه ډالی شوه، او دنور د تلویزیون کړنې وستایل شوې.

حجت الاسلامـ والمسلمین سیدعیسی حسیني مزاري، په هغه کتنه کې چې په همدې مناسبت يې له ملګري هئت سره یوځای، د نوردتلویزیون له شبکې سره درلوده، ويې ویل: د نورتلویزیون، د افغانستان مسلمانو خلک ته یونعمت او بښنه ده.
ښاغلي مزاري زیاته کړه: موږ په افغانستان کې د حضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شیرازي دد فتر کارکوونکو دمجموعې په نمایندګۍ چې دنده یې ددین دبنسټونو ترویج او ددیني ارزښتونوملاتړدی، نن راغلوچې ددې دیني تلویزیون او دهغه د ارزښتونو د ملاتړ اعلان وکړو او ددې تلویزیون دسالموکړنو قدراوشکریه اداء کړو.

ښاغلي مزاري وښودله چې ددې تلویزیون تقدیرول له څولاملونوڅخه دی.

په افغانستان کې دحضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شېرازي تام الاخیتار نماینده په ادامه کې زیاته کړه: لمړی داچې داتلویزیون دافغانستان له ستروباعظمتو، قدرمنو اوعزتمنو شخصیتو نوڅخه دیوه شخصیت(شهید پروفیسوربرهان الدین ربانې) پا ته کېدونکی یادګاری چې هغوئ سربېره پردي چې يوعالم، پوهاند او پراسلامي او ديني مسایلو عالم اومفسر شخصیت ؤ، پوسیاسی او هېواد او اسلامي نړۍ په مسایلو پوه شخصیت ؤ، يو فعال جهادې شخصیت همـ ؤ.

ښاغلی مزاري ادامه ورکړه: شهید پروفیسور، له کمونیستي کودتا نه ترمخه، دجهاد په ډګرکې دیوې استوانې په توګه شتون درلود او له کمونیستي کودتا سره هممهال يې دیوجهادي رهبراولارښود په عنوان تبارزوکړ او دجهاد په ډګرکې يې ځانګړې ځلا درلوده او له بریالیتوب وروسته همـ دافغانستان دمجاهدینو دولسمشر په توګه وټا کل شو.

د تبیان دټولنیزو فرهنګي فعالیتونو دمزکزدعمومي رئیس په وینا، استاد رباني، دطالبانو ترسقوط پورې د مقاومت او دمقاومت داستوانې دشخصیت د محور په عنوان شتون درلود او دنوې فضاله برابرېدو نه وروسته، دهغه رول، یومحوري او استوانه ای او ډکلک اوجدي رول وو.
هغه څرګنده کړه چې ددې سترشخصیت دځانګړنې ترڅنګ، موږ همـ دجهاد په اوږدوکې، له هغو تشکیلاتو سره چې دفقید استاد ترلارښودنې لاندې مو په شمال کې خورا دېرتعامل درلود او له (۶۹) کال نه وروسته موهمـ له استاد سره، دبیلابېلوموضوع ګانو په اړه په پېښورکې بې شمېره غونډې درلودې.

دتبیان دټولنیزو فرهنګي فعالیتونو دمرکزعمومي رئیس څرګنده کړه چې په اسلامي مبارزوکې ـ څه دجهاد پرمهال اوڅه دطالبانو دحضور په مهال ــ او وروسته د استاد رباني رول پوره څرګند اوښکاره ؤ اوتراوسه هم ددې شهيد پوهه، افکاراومبارزې په ډګرکې کارکوونکې او اغېزمن دي.

ښاغلي مزاري ټینګاروکړ چې مونږ همـ دارنګه د شهیدانو او دشهيدانو دموخو په وړاندې، په تېره بیاد شهید موخو ته، چې په ټوله نړۍ کې، له لوړافغان غږ خبری آژانسزو رهبرانوڅخه دی، که له ښاغلي رباني سره د مرتبطوعناصرو په وسیله رابطه ولرو اوکه يې ونه لرو، د جمعیت په ګوند پورې اړوند عوامل، زموږ په لورمثبت نظرولري که يې ونه لري.

د سیاسي چارو دغه کار پوه زیاته کړه: همدارنګه له ستراتژیک نظره به همـ دهغوئ له فکرسره همآهنګ یو.

ښاغلي مزاري زیاته کړه: دهمدغه ستراتېژیک نظر پربنسټ ؤ چې مونږ په ډګرکې کلک شتون وموند او دهغه فرد ملاتړ مووکړچې احساس مو کاوه دشهید برهان الدین ربانی دتفکر په لور دوران یو.

هغه وښودله چې دولسمشرۍ په دواړو ټاکنو(۱۳۸۸ او ۱۳۹۳) کې دهمدې تفکر پر بنست مونږ دډاکترعبدالله عبدالله له کاندیداتورئ څخه ملاتړوکړ.

مزاري ددې ټکي په بیانولوسره چې مونږ هماغه مهال همـ ډاکترعبدالله ته اعلان کړل چې زموږ ملاتړ ستراتېژیک ملاتړدی څرګنده کړه چې ډاکترعبدالله عبدالله څخه زموږ ملاتړ مقطعي، امکاناتي اومادي ملاتړنه دی.

هغه زیاته کړه: موږ ډاکترعبدالله عبدالله ته ویلي ووچې مونږ ددې ستراتیژیک ملاتړ پربنسټ، دکوم وزارت، ریاست او امکانیاتو غوښتونکي نه یو اوحتا که دامریکانیانو له نظره، تاستونځې لرئ، موږ چې کوم امکانات او امکانیات په واک کې لرو، ددې خطرپه خدمت کې يې لګوو.

ښاغلي مزاري زیاته کړه: ترټاکنو وروسته هم ګواه یو چې دډاکترعبدالله ډېری اطرافیان پرهغه باندي نیوکه کوي، هغه همـ ډيری له دې کبله چې هغه، دهغو ژمنو پربنسټ چې له ځانګړو وګرو اوجریانونو سره يې کړې وې، وفاونه کړه: داپه داسې حال کې دی چې ښاغلي عبدالله عبدالله به هغه خبرې او شعارونه چې په لومړئ ورځ ورکول، ممکن نه به يې توانېدلی چې عمل پرې وکړي نه داچې نه به یې وي کړي! ځکه چې دهېواد اوضاع او شرایط موږ ښه درک کوو، خوله دې ټولو اوصافوسره، موږ نه یوازې داچې له دې مسیرڅخه مولاس نه دی وېستلی اود ښاغلي عبدالله دټیمـ مخالف شوی نه یو، بلکې هماغسې ددې خط اوددې ستراتېژي ملاتړي یو!

مزاري ادامه ورکړه: زموږ ستراتېژي دیوفرد پربنسټ پېل شوې نه ده چې اوس که ښاغلي عبدالله ښه کاروکړ، موږ به ووایو چې موږ یاستو او که هغوئ ښه کارــ ونه کړاویایې موږ ته رسېدنه ونه کړه، ووایو چې موږ نه یو، نه، داسې نه ده، زموږ دکار ستراتېژي دادی او دجهاد له مهال څخه موداټا کلې وه، له خپل خو رانژدې فکروالا او پوهې والا سره مو د اهل سنت دجهادي رهبرانو په کچه، استاد رباني تشخیص کړ.

هغه څرګنده کړه چې زموږ د استراتېژي هماغسې په هماغه ډول شتون او ادامه لري.

په افغانستان کې دحضرت آیت الله العظمی ناصرمکارشېرازي تام الاختیارنماینده، دخپلو خبرو په ادامه کې وویل: بل مهمـ کارچې استاد رباني سرته ورساوه، د نوردتلویزیون جوړول په هسې شرایط کې ووچې هيواد دنړۍ دفکري، فرهنګ، اورسنيزو بریدنو له لارې لاندې راغلی او په دې شرایطوکې، په ملییاردو دالر، دې هېواد ته ننوتل، څو دخلکو دفکري، فرهنګي، دیني اوذهني یرغلونو له لارې بدلون راشي.

ښاغلي مزاري زیاته کړه: نورتلویزیون په پوره ډول اسلامي، د انقلاب د موخو، د جهاد د موخو، د مجاهدینو د موخو په مسیرکې هڅاند او ددین د تفکرد ترویج په لارکې، دین تر اوسه پورې اغېز من کارکړی او دډېرې فعالي رستۍ په عنوان، د استکباردیرغلونو په وړاندې او په مجموع کې يې دهغو توطئو په ټولګه چې دې هېوادکې شتون لري، عمل يې کړی دی.

هغه څرګنده کړه چې سیاستونه او د نوردتلویزیون دکارمسیر، تراوسه پورې زموږ د تائید وړدی او دمثبتو کړنوله کبله یې تقدیر او شکريه کوو.

ښاغلی مزاري په ادامه کې زیاته کړه: هغه سیاستو نه چی دغه تلویزیون یې د اخوت له بحث سره لری، ډېراغېزمن دی، سره له دې چې موږ ترې دير قانع نه یو، یعنې ټول کارسرته نه دی رسېدلی، خوتر اوسه چې کومـ کارسرته رسېدلی، ډېر ارزښتناک او اغېزمن دی.

هغه ادامه وکړه: په قطعي توګه د اخوت په بحث شیعه یا د شیعه یوه رسنۍ نه شي کولای د اهل سنت له خلکو سره ډېر اظهار د نظر او خبرې وکوي اومسایل ورسره شریک کړي، لکه څنګه چې د اهل سنت یوه رسنۍ همـ نشي کولای د اهل تشیع په اړه دغسې کومـ کار وکړي، ځکه چې هرڅوک دخپلو خلکو اوخپلې ټولنې سره اغېزمن واوسي.
ښاغلی مزاري څرګنده کړه په تېره بیا په او سنیو شرایطوکي چي د افغانستان د ښمنانو دشیعه او سني یووالی په کلکه تر پاملرنې او پرغل لاندې نیولی او دشیعه او سني په بحث کې څخ کوي چې له دې بحث څخه بده استفاده وکړي، دکمزوریانو خوراکو چنۍ نقطه هم دهغو رسنیو له لارې سرته رېږي چې په اهل تشیع پورې اړه لري، خو په استکبار پورې تړلې دي او همـ هغه رسنۍ چې په اهل سنت پورې منتسبې دي، مخو په استکبار پورې تړلې دي اودغه دواړه رسنۍ له یوې منبع څخه پېسې اخلي او يوله بل سره د اوضاع دټګو لو اوپاشلو په لټه کې دي.

هغه ادامه ورکړه: دلته دی چې د تمند اوکوثرتلویزیونونه اوهغو ته ورته تلویزیونه، چې د شیعیانو دډلې دي او نور تلویزیون داهل سنت له ډلې څخه ډیوه قاطع اوډېره حدي دنده پېدا کوي څو دې ډګرته ورننوځي.

دښاغلي مزاري په وینا، نورتلویزیون په حقیقت کې د اهل سنت دډلې یوازینی اسلامي تلویزیون دی چې کولای شوووایو چې په افغانستان کې له دیني اومذهبي سټنډرډ سره سم کارکوي او زموږ له نظره اوزماله لیدڅخه ــ د یوشاګرد به عنوان او په افغانستان کې دحضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شېرازي دنماینده په حیث، په کامل ډول زموږ د تقدیراوملاتړ وړدی او په دې ډګرکې باید ډېرکاروشي.

ښاغلي مزاري څرګنده کړه چې د نور تلویزیون، د افغانستان د اوضاع دخبر رسولو به اړه، په بېلا بېلو اړخونوکې، له بېلابېلو لور یوڅخه، تراوسه پورې، ډ يرښه کارسرته رسولی اوهغو امکاناتوته په پاملرنه چې ددوئ په واک کې شته، هم يې دخلکو دغو ښتون انعکاس ددولتمردانو اونړیوالو غوږ ونو ته رسولي اودهمـ يې ددولت له لوري خلکو ته رسولي او ډېره ګته یې ترې اخیستې او نتیجه ګېری يې د افغانستان دخلکو ددیني ارزښتونو اوملي اوبومي ارزښتونو په ګټه دی.

مزاري اشاره وکړه چې دنورتلویزیون یوازې داخلي مسایل تر پوښښ لاندې نه دي نیولي، بلکې په نړۍ کې يې د آزادي غوښتنې د فریادونو دانکعاس په اړه يې دتلویزیون ډېرځلېدونکی عمل کړی دی.

هغه زیاته کړه: دغه تلویزیون، دفلسطین د موضوع په رابطه او دعراق، سوريې، بحرین، لبنان او نوروسیمو په اړه د ډول ډول اغېزمنو خبرونو اوراپورونو د انعکاس په اړه پوره تیګه ایښودې ده.

ښاغلي مزاري زیاته کړه: ددې تلویزیون بله مهمه ځانګړ نه داده چې دې تلویزیون، د شیعه اوسني په اړه سورخطرنه دی را ښکلی چې د اهل سنت اړوند مسایلو ته انعکاس ورکړي او دشیعیانو مسایل غافل پرېږ دي او تراوسه مونږ دا نه دي درک کړي چې موږ دنورتلویزیون له خپرونو څخه داسې وپوهېږوچې له مذهبی نظره دوئ دشیعه پېروي کوي که دسني؟

د تبیان دټو لنیزو فرهنګي فعالیتونو دمرکز عمومي رئیس څرګنده کړه چې ددې تلویزیون له څرګنده ښېګڼو څخه يودادی چې هغه یې کړې د اسلامي احکامو پربنسټ ، دشیعه اوسني له خورا لو يومشترکاتو څخه په استفادې داسې عمل وکړي چې نن دنور تلویزیون، هم دشیعیانو په منځ کې اوهم د اهل سنت دخلکو په منځ کې ډيرکتونکي ولري.

هغه زیاته کړه: هغه بحثونه چې دایران په اړه، دلويدیځې نړۍ له لوری کېږي، د اسلامي نړۍ پرضد د استکبارمبارزې او د اسلامي نړۍ مبارزې د استکبار پرضد، له دې تلویزیون څخه په مطلوب ډول انکاس موندلی دی.

ښاغلي مزاري هیله څرګنده کړه چې دنورتلویزیون تردې لازیاته وځلېږي او پیاوړتیا ومومي.

هغه زیاته کړه: سره له دې چې دخبرونو رسولو له نظره دغه تلویزیون سم سم عمل کړي، خو موږ ديره مینه لروچې دا تلویزیون په ټولواړخونوکې، د ټول افغانستان او نړۍ په کچه، لمړی تلویزیون وي اوداسې تلویزیون شي چې لوری لرونکی وي.

ښاغلي مزاري دهېواد دبهرنیو چارو له وزیر څخه ددې تلویزیون دامتیاز دڅښتن به عنوان هم غوښتنه وکړه اوويې ویل: له جناب زباني څخه چې د شهید استاد ربانی مشرزوی او دهغه دلارې ادامه ورکوونکی دی، زموږ غوښتنه داده چې ترپخوا زیات، دشهید استاد رباني دغه پاتې مېراث ته پخوازیاته خپله پاملرنه ډېره کلکه کړي او دشهيد استاد ربانې تر ژوندیتوب زیات، دهغه دتفکر په مطابق، دا تلویزیون پیاوړی کړي اوملاتړيې وکړي او له نورو زړه سواندو څخه هم زموږ هيله داده چې هرډول امکانات ددې تلویزیون په واک کې ورکړي او له هرلوري چې وي، ددې تلویزیون مرسته اوملاتړو کړي.

په افغانستان کې د حضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شېرازي تام الاختیارنماینده وروسته اعلان کړل په هرډګرکې چې دغه تلویزیون مرستې ته اړتیاولري، موږ هم د حضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شېرازي له دفترڅخه اوهم دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) دخبري ادارې د تبیان د مرکز له ادرس څخه د مرستې آمادګی لرو اوله دې تلویزیون سره د مرستې په اړه به له هېڅ مشروع عمل اوفعالیت څخه ډد، ونه کړو.
ښاغلی مزاري وښودل چې دنورتلویزیون یوه بښنه اونعمت دی اوله دې الهی څخه باید ګټه واخیستل شي او نېک کارونه یې تشویق شې چې دا تلویزیون، د افغانستان د رمز او راز له ډکې فضا څخه دډېر لوړ اغېز لرونکی شي!

هغه زیاته کړه: موږ د الله شکراداء کوو چې په افغانستان کې یو داسې اسلامي تلویزیون، په یو اسلامي سالم مدریت اودیو اسلامي سالم ملاتړ سره شتون لري چې ډېر اغېزمن لرونکی او ارښتناک دی او زموږ ددین دوسایلو په عنوان اوزموږ د فرهنګ درسنیز، فکري او فرهنګي فعالیتونو په ډګرکې عمل کوي او دافغانستان دخلکو ددینی اومکتبي موخو په خدمت کې دی.

هغه په ځانګړې شکريې سره، ددې تلویزیون له ریئس ښاغلي نورالرحمن اخلاقي اوهم له نورو مدیرانوو کارکوونکو څخه چې دنوردتلویزیون دکمي او کیفی کار په لوړوالي کتې تې دتحسین وړرول او اغېز درلود، دښاغلي اخلاقي دلوړ مدیریت اهمیت ته یې اشاره وکړه اوهغه یې د یو ارزښتمن انسان، دیومسلکی مدیر اود افغانستان داسلامي ټولنې د یوزړه سراند شخصیت په توګه اعلان کړ.

په همدې حال کې، دنور دتلویزیون ريئس نور الرحمن اخلاقي، په افغانستان کې دحضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شېرازي تام الاختیار نماینده او دهغه ملګري هیئت ته دښه راغلاست ویلو په ضمن کې وویل ‎: ستاسو راتګ، مونږته دډېروکارونو لپاره د زړه ځواک اوقوت راوباښه اومونږ وپوهېدو چې ارزښتمند کارخپل پیغمام اوخپله پايله لري.
ښاغلي اخلاقي زیاته کړه: نورتلویزیون ددوه اصلونو او اساسي خطونو پربنسټ ( چې هغه له اسلامـ او اسلامي ارزښتونو اوهمدارنګه د افغانستان دخلکو له ګټیو څخه عبادت دی) حرکت کوي او دهمدې له پاره، څرنګه چې موږ ته اصل، اسلامي ارزښتونه او دافغانستان دخلکو ګټې دي، نومونږ هڅه وکړو چې دتل لپاره، دنور دتلویزیون تفسیر او تبیین د« واعتصموابحبل الله جمیعآؤلاتفرّقوا...» کریمه آیت وي.

هغه زیاته کړه: دهمدې له پاره موتل، له دین نه ترمذهب پورې کارکړی دی.

ښاغلي اخلاقي څرګنده کړه چې داتلویزیون، داهل سنت او اهل تشیع په ترکیب کارکوي او د مسلمانانو دنژدیوالي او يوالي په ډګرکې موکارکړی اومتمرکزشوی دی.

دښاغلي اخلاقي په وینا، کله چې مونږ داهل تشیع دخورالویو علماووشتون دتلویزیون په سټدیوکې لرو، داپه دې معنا دی چې مونږ دخپلو اسلامي لوړموخوسره و کړای شول چې یوکارسرته ورسوو.

ښاغلي اخلاقي څرګنده کړه چې موږ ویاړو پدې چې مونږ له یوې ګذشت لرونکې ټولنې سره یو چې اهل سنت او اهل تشیع دورونو په څېریو دبل ترڅنګ ګد ژوند کوي اودا دښاغلي مزاري په څېرمشرانو او دنور تلویزیون په څېر رسنیو دکار پايله یا نتیجه ده.

دویلو وړده چې په پای کې، په افغانستان کې دحضرت آیت الله العمظی ناصرمکارم شېرازي د نمایندګۍ ددفتر له لوری، نورتلویزیون دتقدیر دیوې لوچې په ډالۍ کولو سره تقدیر اوتکریمـ شو.

د نوردتلویزیون په لیدنه کې، له ښاغلي حسیني مزاري سره، دحضرت آیت الله العمظی ناصرمکارم شېرازي د نمایندګۍ ددفتر مسسئولینو او نمایندګانوــ او په کابل کې دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) دخبري ادارې او دتبیان دټولنیزو فرهنګي فعالیتونو دمرکزمسئولینو اوکارکوونکو څخه (۳۰) تنو ملګرتیا کوله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjioevyuqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته