دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۲۱:۰۶
د مطلب کود : 123297
اجرائیه رئیس د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره په کابل کي ولیدل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د امریکا د متحدو ایالاتو د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال جیمز اسټن سره وکتل.

په ننۍ لیدنه کي د هیواد په سطحه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د پوځي او ملکي همکاریو ترڅنګ له امریکا سره پر راتلونکې نظامي همکارۍ خبري وسوې.

همداراز د افغان ځواکونو جنګي وړتیاوي، د هغوی اکمال او تجهیز، راتلونکي پوځي امادګۍ او سولې پروسې پرمختګ نور موضوعات ول، چي نن پرې بحث وسو.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله وویل چي :افغانستان په تیره لسیزه کي د نړیوالي ټولني د همکاریو په نتیجه کي اوږد واټن وهلی، خو په خبره، چي دا هیواد او نړیوال متحدین یې لا هم اوږده لاره په مخ کي لري او اړتیا ده، چي هدف ته تر رسېدو ګډي همکارۍ ادامه پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه، چي افغان ځواکونو په پوځي برخه کي خورا ښه روزنه او تجربه تر لاسه کړې، ولي په کور دننه د ستونزي د حل لپاره اړتیا ده، چي تکمیل او تجهیز ته یې توجه زیاته سي.

هغه وویل: افغان حکومت د راتلونکي لپاره د پوځي امادګیو ترڅنګ د سولی خبرو ته چمتووالی لري، خو د سولي پروسې بریالیتوب یې په دغه برخه کي د شریکو هیوادونو او جوانبو په صادقانه هڅو پوري منحصر وباله.

د امریکا د متحدو ایالاتو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جیمز اسټن د هیواد له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د اوږدې مودې لپاره د خپل هیواد د همکاریو او ملګرتیا ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه، چي افغانستان په تیرو کلونو کي بې ساری پرمختګ کړی، چي له تیر سره په هیڅ صورت د مقایسې وړ نه دی.

نوموړي د جګړې په ډګر کي د افغان ځواکونو لاسته راوړني، مهارتونه او زړه ورتیا بې مخیني وبلل او زیاته یې کړه، چي رهبرۍ او هیواد ته د یاد ځواک وفاداري په سیمه کي مثال نه لري.

جنرال اسټن یادونه وکړه، چي په سوله کي بریا د ستونزي اساسي حل دی او ضرورت دی، چي ددې پروسې ګډونوال صادقانه ګامونه پورته کړي.
https://avapress.com/vdcjhtevauqe88z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته