دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۲۱:۵۹
د مطلب کود : 123546
افغانستان د EITI په نړیوال کنفرانس کې د طبیعي سرچینو د مدیریت د ننګونو په باب خبرې اترې وکړې
د ۱۳۹۴ د کب د میاشتی ۵ تر ۶ مې نیټې پورې د افغانستان د استخراجی صنایعو د روڼتوب د نوښت (AEITI) یوه ډله د استخراجی صنایعو د روڼتوب د نوښت (EITI) د سازمان په نړیوال کنفرانس کې چې د پیرو هیواد د لیما په ښار کې جوړ شوی وو، ګډون وکړ. په دغې غونډه کې مهمو نړیوالو ونډه والو برخه اخیستې وه تر څو د استخراجی صنایعو د کارونو د شفافو تادیاتو د ترویج او پراختیا په باب خبرې اترې وکړې او په دې ډګر کې خپلې تجربې شریکې کړي. په دغه نوښت کې د شریکانو ترمنځ دیالوګ د افغانستان د استخراجی سکتور پراختیایي پلانونو ته د اغیزمنې رسیدو په لاره کې یو مهم ګام ګڼل کیږي. په نوموړي سازمان کې غړیتوب ددې کار سره مرسته کوي چې د استخراجی او کان ایستنې د صنایعو د عوایدو د ټولولو او تخصیص ورکولو په ډګر کې د حکومت ځواب ورکونه وهڅول شي او د هغه تر څنګ د پانګې اچونې یوه ډیره سوکاله او سمه فضا منځته راشي. لیما ته د افغانی ډلې د تګ دپاره د المان د حکومت د کانونو د مدیریت د پروګرام له خوا مرسته وشوه.
په غونډه کې د افغانستان هیئت هغو ملي ننګونو ته اشاره وکړه چې د پخلاینې په څلورم ریپوټ کې په نښه شوی دي لکه د رسیدونو، لایسنسونو، عوایدو، تړونونو او اجازو په شمول د سندونو د ریپوټ ورکولو او ساتلو په ډګر کې د نوموړې ادارې د سټنډرډونو پلۍ کول او همداراز په حکومت کې د حساب لرنې یو کمپیوټري سیستم منځته راوړل. په نوموړي ريپوټ کې د دې پوښتنې په ارزښت باندې ټینګار شوی دی چې حکومت د صنعتګرۍ او کوچني کان ایستنې د سکتور څخه څومره عواید په لاس راوړي. د یو لړ اټکلونو له مخې په دې صنایعو کې ۵۰۰۰۰ تنه کار کوونکي په مستقیمه توګه او تر ۴۵۰۰۰۰ تنو پورې په غیر مستقیمه توګه افغانان ګمارل شویدي. د نړیوالو تر ټولو ښو میتودونو د زده کولو تر څنګ، د افغانستان د استخراجی صنایعو د روڼتوب د نوښت دادارې یوه موخه داده چې د هیواد په شا او خوا په دوامداره توګه معلومات راټول کړي تر څو مدنې ټولنې ته خبر ورکړي او حکومت د سرچینو څخه د په لاس راغلیو عوایدو حساب واخلي.
په همدې توګه د EITI د سټنډرډونو اغیزمن پلۍ کول به په افغانستان کې د ګټورې پانګې اچونې د چاپیریال د سمون په لاره کې مرسته وکړي. پانګه والو او نړیوالو مالي نهادونو ته روښان سګنال دادی چې حکومت د شفافیت پراخولو ته ژمن دی. د استخراجی صنایعو په ډګر ګې، چیرته چې ګټورې پانګه اچونې ډیرې پانګې ته اړتیا لري او په اوږدمهاله سوکالۍ پورې تړلې دي، د لږې مالي او سیاسي بی ثباتۍ څخه سوداګرۍ ګټه پورته کوي. نوموړی سازمان د نړیوالو شرکتونو څخه غواړي چې حکومت ته د پیسو د ورکولو د کچې په باب معلومات بربنډ کړي.
په نوموړي کنفرانس کې د عینکو د منرالونو د چینایي شرکت MJAM MCC-JCL مرستیال او د افغانستان د استخراجی صنایعو د روڼتوب د نوښت د ډلې غړي ښاغلي صفت اله رحیمی وویل: "د شرکتونو دپاره دا یو حساس فرصت دی چې په ملي بودجه کې خپله وڼده وښیې او د هیوادوالو له خوا د پانګه والو ټولنیز منښت زیات کړي." هغه همداراز په دې باب رڼا واچوله چې څنګه نوموړی سازمان د کوربه هیواد د مدني ټولنې او حکومت سره په خبرو کې د خلکو د مشاجرو د مسئلو په باب د یوې مجمع په توګه رول لوبوي. هغه زیاته کړه: "په دې سازمان کې زمونږ فعاله برخه اخیستنه د باورتیا په منځته راوړلو او د ټولنیز منښت په زیاتولو کې ډیر ارزښت لري او له همدې کبله مونږ دغه سازمان د پانګه والو دپاره ضروري ګڼو."
په نوموړي کنفرانس کې د څه نا څه سلو هیوادونو د دولتي سکتور استازو، استخراجي شرکتونو، پانګه والو، مدنې ټولنو او نړیوال سازمانونو ګډون کړی وو ترڅو تراوسه پورې د استخراجی صنایعو د روڼتوب د نوښت د سازمان د سټنډرډونو د پلۍ کولو د پایلو او درسونو په باب خبرې اترې وکړي. دغه سټنډرډونه په نړیواله کچه د هیوادونو د نفت، ګاز او منرالونو سرچینې کنترولوي چې د حکومتونو له خوا د شرکتونو او مدنې ټولنې سره یوځای پلۍ کیږي. هغه هیوادونه چې دا سټنډرډونه کاروي د مالیي د تادیاتو، جوازونو، تړونونو، تولید او د طبیعی سرچینو د استخراج د نورو مهمو عناصرو په باب معلومات بربنډوي. د دې سازمان د ۲۰۱۶ کال په نړیواله غونډه کې په دې باب خبرې اترې وشوې چې څنګه دغه سازمان د حکومت او شرکتونو په جوړښتونو کې راښکیل کړي او ددې ترڅنګ د استخراجی او کان ایستنې په سکتور کې خلکو ته د روڼتوب او حساب ورکونې د سمون په باب معلومات ورکړي.
"په افغانستان کې د استخراج په سکتور کې د ښې حکومتدارۍ ټینګښت" د پروژې موخه داده چې د کانونو د استخراج څارنې ته چې د کانونو او پترولیم د وزارت د څارونکو له خوا د ښې حکومتدارۍ د معیارونو سره سم ترسره کیږي، سمون ورکړي. له دې امله دغه پروژه د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژۍ (ANDS) او د استخراجي صنایعو د عالي ملي پروګرام (NEIEP) سره مرسته کوي او په پام کې لري چې د نوموړي وزارت نه ستراتیژیکي ملاتړ وکړي او دهغه وزارت د کارکوونکو او ولایتي ریاستونو او د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتوب د نوښت اداره (AEITI) جوړه کړي .
https://avapress.com/vdcgtw9q3ak9xn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته