دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 123569
طالبان سولی ته هیله مند دی حکومت مخامخ باید خبری وکی/ د طالبانو د ګروپونه جزیی اختلافات سته
سید اکبر اقا د نجات لار د عالی شورا مشر او د طالبان د حکومتو یو لوی سړی د خپل خبری د اوا ژغ اژانس خبریال ته د سولی پروسه په باره کی او د سولی نوی عالی شورا، د طالبانو د سوله مذاکراتو حالات، او د طالبانو ګروپونه او د دوی د روانی عملیاتو فعالیتونه په باره کی خبری وکی.
هغه وویل: مونږ د خپلی محلی دفترونه په ولایتونو کی کوشش کوو چی د طالبانو ګروپونه او اوسنی د افغانستان حکومت پخلایی وکو.
په داسی حال سید اکبر اقا وایی چی طالبان د تیره سوی مذاکراتو په باره کی هیڅ خبری نلری او د افغانستان دولت هم ندی غوښتلی چی د طالبانو ګروپونه د مذاکراتو دپاره دعوت وکی او غونډونه د بهرنی ممالکو سره سوی دی.
د هغی په باور باندی، تیره سوی غونډی د مذاکراتو په باره کی تر اوسه پوری بی له د عام خلکو دماغونه منحرفول د سوله په نامه بل کار یی ندی کړی.
هغه وویل: د طالبانو د سولی شورا په قطر او د افغانستان د سولی عالی شورا په کابل کی د خپلی ځان څخه صلاحیت نلری او د غربی مماکو لکه د لاس ابزار غوندی دی.
دا دپخوانی د طالبانوحکومت مسوول وایی چی طالبان هیڅ کله د بهرنی ممالکو د سیاسیت د لاس ابزار نه دی او نه باید د نور هیوادونه پشه خلاصه کی.
سید اکبر اقا تاکید وکی که د افغانستان حکومت سوله غواړی باید مخامخ د طالبانو سره خبری وکی او نه باید د خارجی او نور مملکتونه سره یو ځای سی.
هغه وویل: طالبان په ترکیه، چین، امریکا او پاکستان کی نه دی چی هلته دوی مذاکرات کوی طالبان په افغانستان کی دی چی د بهرنی ځواکونه پر ضد باندی جهاد کوی.
دی وایی چی طالبان دری ګروپونه دی. یو هغه طالبان چی د یو منطقه او ولسوالی کی د وظیفی څخه ایسته سوی دی او اوس دولت پرضد باندی دی ځینی هم د پآکستان طالبان دی چی دفرصت څخه استفاده کړی دی او افغانستان ته راغلی دی او دریم هغه افغانی طالبان دی چی د خپلی د باورنه په خاطر کی جهاد کوی ځکه چی افغانستان اشغال سوی دی.
د نجات لاری د عالی شورا مشر، وایی چی افغانستان یو داسی هیواد دی چی د غربیانو په توسط اشغال سوی دی اووایی چی د طالبانو ګروپونه هغه وخت د افغانستان دولت سره سوله کوی چی ټول غربی اشغالګرو د افغانستان څخه ولار سی او د افغانستان دولت او حکومت په مستقل توګه مذاکره اوخبری وکی.
د دغو سره چی افغانستان حکومت سوځلی د طالبانو څخه غوښتنه کړی دی چی د سولی مذاکراتو ځان شریکه کی منګر سیداکبر اقا وایی چی د څلور اړخیزو مذاکراتو چی د افغانستان،پآکستان، چین او امریکا نمایندګان په اسلام اباد کی تر سره کیږی طالبان نراځی. ځکه چی په نور غونډو کی هم چی د امریکا او چین او پاکستان او افغانستان په مابین خبری سوی دی طالبان نه دی خبرچی دوی څه ویلی دی .
دا د طالبانود پخوانی مشر د دغی پوښتنه په ځواب چی ولی طالبان هر کله چی د سولی موضوع مطرح کیږی خپلی فعالیتونه ډیروی ؟وویل: نه تنها یوازی طالبان خپلی حملات ډیړوی بلکی د افغانستان حکومت هم خپلی عملیاتونه ډیروی او اتش بس نکوی.
کله چی د دوو جناح په مابین کی د سولی مذاکرات کیږی دواړه خوا خپلی حملی متوقف کوی او اتش بس اعلاموی تر سو چی خپلی خبری او مذاکرات ترسره کی منګر د طالبانو او د افغانستان حکومت په مابین کی سرچپه عمل کیږی، دواړه خوا خپلی حملی ته ادامه ورکوی دا داسی معنی ورکوی چی نه تنها طالبان مقصره دی بلکه د افغانستان حکومت هم مقصره دی او خپلی هوایی او ځمکنی عملیاتونه د طالبانو پرضد باندی ادامه ورکوی.
هغه زیاته کړه: کله چی دافغانستان حکومت د سولی په باره کی خبری کوی باید د خپلی عملیاتونه د طالبانو پرضدباندی کمه کی او که دوی خپلی عملیاتونوته ادامه ورکی طالبان هم خپلی فعالیتونوته ادامه ورکوی.
د سید اکبر اقا په باور کی طالبان هغه وقت د افغانستان د حکومت سره د سوله دپاره مذاکره اوخبری کوی چی بهرنی هیوادونه مداخله و نکی.
د سید اکبر اقا څخه پوښتنه وسو چی ولی طالبان د پاکستانیانو یو ابزار دی او پاکستان دهغو څخه د یو ابزار په طریقه استفاده کوی؟ په ځواب کی وویل: طالبان هیڅ کله د هیڅ بهرنی هیوادنه ابزار نه ؤو او نه دی منګر د افغانتسان د اوسنی حکومت د غربیانو ابزار سوی دی په دغه دلایل هم افغانستان بی له هغو په حضور باندی د افغانستان د سوله دپاره یو اندیښنه نه کوی .
د نجات لاری د عالی شورا مشر په افغانستان کی وایی: اوس ۶۰ فیصده د افغانستان ولس د طالبانو سره همکاری کوی او د افغانستان حکومت د دوی څخه لیری کیږی دا پخپل د دولت ناتوانی او کمزوری معلوموی.
هغه په تاکید کی وویل: که د افغانستان حکومت سوله غواړی باید دطالبانو سره مخامخ خبری وکی بی له هغه هیڅ کله طالبان د بهرنی هیوادونو سره مذاکره نه کوی.
ښاغلی سید اکبر اقا د طالبان په خپل مابین کی اختلافونه کوچنی او جزیی منلی دی چی ژر تر ژره دا ستونزی حله ګیږی او ټول طالبان د سوله په باره کی یو نظر لری او که سوله پروسه شروع سی ټول ګډون کوی.
هغه زیاته کړه: چی د سولی د تول طالبانو یو هیله دی او د افغانستان حکومت باید مخامخ مذاکره وکی، افغانستان د اجنبی ممالکو په توسط کی اشغال سوی دی او طالبان د هغو په تجاوز کی دریږی او نباید دوی د داخلی ستونزی په مابین کی دخالت وکی.
سید اکبر اقا وایی تر هغه وخت چی د سولی عالی شورا د خپلی په کارونو کی مستقل ونه سی هیڅ کله هم د سوله راوړلو ته کامیابه کیږی نه.
دا دطالبانو پخوانی مسؤول څرګنده کړه، هر شورا چی د دوکسانو په مابین کی سوله کوی باید مستقل عمل وکی او د حکومتونه د تاثیر لاندی نه سی او خبری هم باید د دوو خواکی باید د نظر لاندی سی.
هغه د اوسنی حکومت په خطاب کی وویل: که حکومت یو سمه اقدام د سوله په باره کی و نه کی مونږ ملت ته مراجعه کوو ځکه چی ۷۰ فیصده د افغانستان ولس د اوسنی حکومت څخه ناراضه دی.
https://avapress.com/vdcb0fb89rhb5sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته