دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 123649
د طالبانو یو مشر په ښینډنډ کی دولت ته تسلیم سو/ملی امنیت د طالبانو مشرد ییدا کوو دپاره جایزه ایشی دی
په داسی حال چی د محلی مشران د ننګیالی د ملاعبدالرسول اڼدیوالانو قومندان د تسلیم خبر ورکوی ملی امنیت د هغه د پیدا کولو دپاره جایزه ایښی دی.
ننګیالی د ملاعبدالرسول د ښاخی انډیوالان د هرات په شین ډنډکی په داسی حال چی د ملاصمد د اختر محمد منصور د ډلی د مقابلی ښکست وخورل ځان دولت ته تسلیم وکی.
نجیب الله نجیبی د ملی پوځ ویان په غرب کی وایی: دا د طالبانو یو قومندان تیره شپه په هرات و ملی فوج ته تسلیم سوی دی.
هغه زیاته کړه چی د هرات محلی مشران هم خبردار دی چی قومندان فوج سره یو ځای سوی دی.
نور محمد ظریفی د هرات ولایت شورا پخوانی سړی هم د ننګیالی خبری تایید کړی دی.
هغه وویل چی په اوسنی حالاتو کی ملا صمد ټول پوستګانی چی په ننګیالی پوری مربوط وو تصرف کړی دی.
هغه وایی چی په دا جنګ کی تر ۷۰کسه زیادتره د ملکی خلګو وژل سوی دی او طالبان د هغو کورونوته اور اوراچولی دی.
ملی اردو او محلی مقامات د ننګیالی د تسلیول څخه خبر ورکوی د هرات د امنیت ملی مشر نن په یوخبرنامه کی د ولس څخه غوښتنه کړی دی چی د هغه ځای ورته معلومه دی د هغو سره اریکه ونیسی.
همداراز د امنیتی ارګان وایی چی د هغه سړی چی د دغی قومندان په باره کی معلومات ورکی هغی ته جایزه هم ورکوی.
د دغی تناقض د ملی امنیت او اردو دپاره د جیلانی فرهاد د هرات ولایت د مطبوعاتو مسؤول سره تلفن مو وکی منګر د هغه ټلفن بند ؤو . زمونږ خبریالان د هغه په وایبر کی هم پیغام ایښی دی تر سو چی دغه په باره کی ځینی پوښتنه وکو، هغه په ځواب کی لیکلی دی چی زه د د ولایت د اطلاعاتی ویان په حیث هر قسم اطلاعات ماته راسی تاسو سره شریکوومه منګر تر اوسه پوری ماته شی نه دی رسیدیلی.
د دوو طالبانو په مابین کی جنګونه د دری ورځی راهیستی شروع سوی دی او تیر ورځ ماپشین ختم سوی دی.
https://avapress.com/vdcayen6o49nui1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته