دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 123718
په اچین کې ۲۴ تنه داعش وسله وال ووژل شول
د دغو کسانو د یو شمېر جسدونه یې هم په سیمه کې پاتی دي .
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په ده سړک او پانسر سیمه کې د ملي اردو ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي د افغان غږ خبری آژانس خبری اژانس خبریالان ته وویل: د دغو کسانو د یو شمېر جسدونه یې هم په سیمه کې پاتی دي .
عطاالله خوګیانی د ننګرهار والی ویان زیاتوي: دوی غوښتل تېره شپه د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د دوی د بریدونو وړاندې پرې د امنیتي ځواکونو له خوا برید وشو،چې د وژل شوو داعش مخالفینو څخه یې د درې تنو جسدونه هم په سیمه کې پاتي دي .
سرچينه : تاتوبی
https://avapress.com/vdchzxnz623niqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته