د يادې ټولنې په نوښت د هلمند د پوهنې رياست پر يو دېوال د «مهربانۍ دېوال» شعار ليکل شوی، چې خلک راځي او له بې وزلو سره مرسته کوي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد چې د مهربانۍ دېوال څنګ ته ولاړ و وويل: له دې کار يې موخه د خلکو يووالی او پر بې وزلو رحم او د مرستې کلتور رواجول دي.
همدرد وايي: د هلمند په روانه جګړه کې له ولسواليو ګڼ شمېر خلک لښکرګاه ته راکډه شوي دي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: د همدې دېوالي شعار څخه په انګېزې اخيستلو به شتمن د جګړې له بې ځايه شويو سره مرستې وکړي.
د هلمند ولايتي شورا غړي بشير احمد شاکر خپلې لس جوړه جامې پر همدې دېوال د بې وزلو سره د مرستې په خاطر راوځړولې او ويې ويل: خلک بايد له همدې لارې د يو بل لاسنيوی وکړي.
د هلمند مدني ټولنې غړي آغا محمد قريشي وويل: د مرستې لپاره د انګېزې ورکولو دا لړۍ به تر ولسواليو هم وغځوي.
هغه وايي: دا يوه داسې لړۍ ده چې هر څوک پکې تر خپل توان سره سم مرسته کولی شي.
هلمند مدني ټولنې تر دې مخکې هم ورته نوښتونه کړي دي، د مهربانۍ د دېوال له لارې په لومړۍ ورځ له سلګونه بې ځايه شويو سره د جامو، بوټونو او نورو البسي توکو مرسته وشوه.
مرسته کوونکي خپل توکي راوړي، پر همدې دېوال يې ځړوي، بې وزله خلک د همدغه مهربانه دېوال څخه په خپله خوښه مرستې ترلاسه کوي.