دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 123810
د ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو بېړنیو څانګو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو او غني خیلو ولسوالیو په روغتونونو کې د بېړنیو پېښو د ځآنګړو څانګو د جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او همدا راز د یادو دواړو روغتونونو سره د دوه عرادې مجهزو امبولانسونو مرسته وشوه .

د دغه ولایت والي سلیم خان کندوزي د یادو چارو د پیل کېدو او امبولانسونو د سپارنې په مراسمو کې د PO-AMI ادارې د ایکو څانګې څخه مننه وکړه،چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ادارې سره یې د دوه مجهزو امبولانسونو د مرستې ترڅنګ د دوه بېړنیو پېښو لپاره ځآنګړې ودانۍ جوړوي .

نوموړی وویل دغه ودانۍ به د غني خیلو او خوږیاڼو په ولسوالیو کې جوړې شي او همدا راز به یاد امبولانسونه هم د یادو ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته په مجهز ډول په واک کې ورکړي .

هغه همدا راز زیاته کړه،د ایکو ادارې په دغه مرسته کې همدا راز سیارې روغتیایي ډلې هم په دندو ګمارل شوي،چې د نورو ترڅنګ به د کډوالو روغتیایي ستونزې حل کړي .

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټرنجیب الله کاموال وویل د یادو ودانیو ترڅنګ به ډېر ژر د دوربابا او کوټ په ولسوالیو کې هم د بېړنیو پېښو ځآنګړې څآنګو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي .

هغه همدا راز زیاته کړه، د دغه ولایت  د عامې روغتیا ادارې په یو شمېر نورو برخو کې هم چارې ترسره کوي،چې ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي .

تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا په اداره کې د همغږۍ مرکز تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.
https://avapress.com/vdca6en6w49nua1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته