دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 124205
په کندهارکي دښاري لومړيتوبونوملي پروګرام مشورتي ورکشاف جوړسو
د جوړولو هدف د ښارونو پرمختګ او د اوسني عصر سره د خلکو لومړيتوبونه په پام کي نيول او د حل لپاره ئې کار کول دي.
د دې ورکشاف د جوړولو هدف د ښارونو پرمختګ او د اوسني عصر سره د خلکو لومړيتوبونه په پام کي نيول او د حل لپاره ئې کار کول دي.
په دې ورکشاف کي د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل، د دولتي ادارو رئيسانو، د ښار جوړولو وزارت څخه راغلو استازو او لسګونو عامو وګړو پکښي ګډون کړی وو.
د هيواد جمهور رئيس اشرف غني موده وړاندي د هيواد په پنځو ولايتونو کي د ښاري لومړيتوبونو ملي پروګرام مشورتي ورکشافونو جوړولو غوښتنه وکړه، چي د هغه جملې څخه يو هم کندهار ولايت دئ.د يک شنبې په ورځ په کندهار کي د ياد ورکشاف د جوړېدو پر مهال لسګونو کسانو ګډون کړی وو او د ښاري لومړيتوبونو په اړه ئې خپل نظرونه او مشورې وړاندي کړې.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د ياد ورکشاف پر مهال وويل، چي د کندهار ښار نفوس ډېر زيات سوی او له ليرو پرتو سيمو څخه هم زيات شمېر کسان ښار ته را کډه سوي دي او دلته د اوسني عصر ښاري لومړيتوبونه نه لري، چي دغه ټکي ته بايد جدي پام وسي.
نوموړي وويل، چي د ښارونو په ښه ډول جوړول نه يوازي د اقتصادي ودي او پرمختګ لپاره ډېر ګتور وي، بلکي پر امنيت هم ښه اغېز کوي.ښاغلي شمسي په کندهار کي د څيښلو لپاره پاکو اوبو ته هم اشاره وکړه، چي په خبره ئې خلک په دې برخه کي له جدي ستونزو کړيږي او په تېرو کلونو کي په دې برخه کي پلي سوي پروژې يوه هم په ښه ډول نه ده عملي سوې.
د کندهار ښاروال انجينر روښان ولسمل د ښه ښار جوړولو لپاره ډېر پلانونه لري، خو په دې برخه کي د ځينو ستونزو يادونه هم کوي.
ښاروال هم له اطرافو راغلو زيات شمېر وګړو ته اشاره کوي، چي په خبره ئې د ښار په نفوس کي ئې ډېروالی راوستلی دئ.
ښاغلی ولسمل وايي، چي د ښاري کاروبار کمښت بله لويه ستونزه ده، چي په ښار کي ئې د غربت ګراف پورته کړی دئ.
نوموړی وايي، چي غيري پلاني ساحو هم د ښار د پرمختګ مخه ډب کړې ده او دوئ په ښه ډول نه سي کولای، چي په ښار کي پرمختيايي کارونه وکړي.
د کندهار ښاروال ځيني نور لومړيتوبونه هم يادوي، چي په خبره ئې په جوړ سوي ورکشاف کي به ټول مطرح او په لوړه کچه به ورته حل لاري ولتول سي.
همايون فيض د ښار جوړولو وزارت څخه راغلی دئ، هغه وايي، چي د کندهار ښار د لومړيتوبونو د مالومولو لپاره د دې ورکشاف جوړول ډېر ګتور دي او د دې سيمي خلک کولای سي، چي خپل ټول لومړيتوبونه په همدې ورکشاف کي مطرح کړي تر څو د ښارونو لپاره په نوي پلان کي کندهار هم د ښاري لومړيتوبونو څخه برخمن سي.
نوموړی وايي، چي په ښارونو کي د دا ډول ورکشافونو جوړول د جمهور رئيس اشرف غني غوښتنه ده او د دې ورکشاف د خلکو غوښتني او ښاري لومړيتوبونه د جمهور رئيس اشرف غني سره شريکيږي او وروسته ئې د عمل لپاره کار کيږي.د کندهار ولايتي شورا يو تن غړي عطاالله عطا هم د ورکشاف ګدونوالو ته وينا وکړه، نوموړي د ښار جوړوني په برخه کي غوښتنه وکړه، چي د ښاروالۍ په شمول نوري اړوند ادارې، چي د ښار جوړولو په برخه کي نوي پلانونه عملي کوي بايد په هغه اندازه سيمي تخريب کړي، چي بيرته ئې ډېر ژر د جوړولو توانايي لري.
نوموړي وويل، چي ولايتي شورا ته زيات کسان، ځکه په شکايت ورځي، چي له ډېري مودې راهيسي ئې دوکانونه او کورونه تخريب سوي، خو د جوړولو څرک ئې تر اوسه نه مالوميږي.
د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل هم په ورکشاف کي د وينا پر مهال په ښار کي تر ټولو مهم لومړيتوب پاکو اوبو ته د خلکو نه لاس رسی ياد کړ، چي په وينا ئې دغه ټکي ته بايد جدي پام وسي او خلکو ته پاکي اوبه ورسول سي.د کندهار په شمول د نورو هغه ولايتونو، چي دا ډول ورکشافونه پکښي ترسره سوي، د خلکو ټولي غوښتني او ښاري لومړيتوبونه له جمهور رئيس اشرف غني سره شريکيږي او وروسته د همدې غوښتنو او لومړيتوبونو پر اساس په ښارونو کي د خلکو ټولي ستونزي په پام کي نيول کيږي او د ښاري پرمختګ په لاره کي د پرتو خنډنو لپاره حل لاري لټول کيږي.



سرچينه : کندهار ملی تلویزیون
https://avapress.com/vdcjyxeviuqe88z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته