د هلمند اپراتيفي قومندان جنرال عبدالجبار قهرمان وايي، يو شمېر دولتي کړۍ مې د هغه عملياتي پلانونو پ روړاندې خنډونه جوړوي چې دده په خبره د هلمند د امنيت لپاره يې په کار اچوي.
قهرمان وايي، له خپل تصميم نه تيريږي او د هلمند د امنيت لپاره به خپله مبارزه روانه ساتي.
هغه د هلمند کمزورې اداري ته ګوته نيسي او وايي دغه کمزوري يې پر وړاندې ننګونه ده.
جنرال عبدالجبار قهرمان څه موده وړاندې د ولسمشر د يو فرمان له مخې د هلمند د امنيت کابو کولو لپاره وټاکل شو.
سرچينه : ټآټوبی