د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس دخبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دي، د وسله والو طالبانو سرې قطعې يوې ډلې چې مشري يې د کامران په نوم يوه ډلګی مشر کوله تازه له موسی کلا او کجکي ولسواليو څخه د نادعلي ولسوالۍ ته راغلي وو او پلان يې درلود، چې د لوې باغ سيمه کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړي، خو د کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس ددغې ډلې پلان شنډ او نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د افغان او غوڅ ملاتړ ځواکونو تر هوايي بريدونو لاندې راغلل چې له مخې يې د يادې قطعې ۳۰ وسله وال ووژل شول.
سرچینوی زیاتیوی، د يوه بل خبر له مخې د نادعلي ولسوالۍ په لوې باغ سيمه کې ۳ وسله وال طالبان چې د ماينونو په ايښودلو بوخت وو، د ۲۱۵ مېوند قول اردو د توپچي بريدونو په ترڅ کې ووژل شول، يو ميل کلاشينکوف، يو ميل د پېکا مشيندار او يو ميل راکټ انداز يې هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
خبر پانه کی راغلی، په يادو عملياتو ملکي کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.