د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي ژمنه د یوې حللارې موندل دی، چې حکومت او ولس له روان بد حالته وژغورل شي.
د اعتراض کوونکیو تنظیمونکی آصف آشنا وایي، د نورو غوښتنو تر څنګ له حکومت غواړي، چې پرې د قوم پالنې او نور تورونه ونه لګوي.
معترض عبدالطیف پدرام وایي، که څه هم دا دولت زه په رسمیت نه پېژنم؛ خو غوښتنه مې داده، چې د خلکو غږ واوري او د روان ناورین مخه ونیسي
.
اعتراض کونکي وایی، چې حرکت یې مدني دی او هیڅ سیاسي لاس یې نه حمایه کوي.
حکومت تر اوسه د اعتراض کوونکیو د غوښتنو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو خلک غواړي، چې حکومت دې دغه ستونزه ژر حل کړي.