دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۴۵
د مطلب کود : 148750
د هرات-فراه لویه لاره د ترافیک پرلوری تړل سوی دی
د هرات-فراه لویی لاری په اوږدو کی د طالبانو ماین ایښوونی په دلیل د هرات-فراه لویه لاره ۲:۰۰ بجی د ماسپښین څخه دا لاره د ترافیک په مخ باندی تړلۍ دی

 

محمد ناصر مهری د فراه والی ویاند و افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د ماسپښین ۲ بجو په شاوخوا نن د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ د بالابلوک ولسوالی کنسک سیمه کی نښته رامنځته سوی دی.

هغه زیاته کړه چی د دوو ساعتونو نښتی وروسته د امنیتی ځواکونو مرسته په رارسیدو سره طالبان متواری سول.

د ښاغلی مهری په وینا، امنیتی ځواکونه کوم تلفات نه دی لیدلی خو د طالبانو ډله ډیر تلفات لیدلی دی.

د هرات-فراه لویه لاری بندیل د عمومی جاده پر لاره باندی د طالبانو ماین ایښوونی بولی او وویل چی په حاضر حال کی امنیتی ځواکونه د ماینونو خنثی کولو په لټه کی دی.

 

https://avapress.com/vdcaman6w49ny01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته