دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 155665
سانا: آمریکایی الوتکې داعشیان د حسکه څخه یو نامعلوم ځای ته یوړل
سوری رسنیزه سرچینی اعلان کړه چی آمریکایی الوتکې د شنبه په ورځ د داعش ځینی کسان د یو قرارګاه څخه چی د حسکه په جنوب کی دی، یو نامعلوم ځای ته ولیږدول.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش د سانا څخه په نقل سره، د حسکه حومه کی سیمه ایز سرچینی اعلان کړی دی چی آمریکایی الوتکې د داعش تروریستی ډلې څوتنه د السد قرارګاه څخه نامعلوم ځای ته ولیږدول.
مخکی د روسیه دفاع وزارت، په حسکه کی د داعش تروریستانو لپاره زده کړی لپاره پایګاوو رامنځته باندی آمریکا تورن کړی وو، خو واشنګتن دا ادعاوی رد کړه.
آمریکایی خاص ځواکونه د داعش ضد ائتلاف په چوکاټ کی د سوریه په ختیځ کی حضور لری.

https://avapress.com/vdcd9k0fkyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته