د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په پلازمېنه کابل ښار کې د وروستیو بریدنو په تړاو ۹کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
نوموړی نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د انتر کانتیننټال پر هوټل د برید په تړاو ۵ کسان نیول شوي دي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې په برید کې ښکیل یو تن له هېواد بهیر د پولې هاخواه ته تښتیدلی دی.
د ملي امنیت ریاست مشر په وینا، په کابل کې د تیرې ورځې د برید په تړاو څلور کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چار وزیر ویس احمد برمک وایي، په پلازمېنه کابل ښار کې د تیرې ورځې په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۳ تنو ته رسېدلی دی.
نوموړی نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۳۵ تنه ټپیان هم شوي دي.
د ښاغلي برمک په وینا، په وژل شویو او ټپيانو کې ګڼ شمېر پولیس منسوبین هم شامل دي خو د کره شمېر په اړه څه نه وایي.