دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 158223
افغانستان کې هره ورځ تر ۴۰زرو پورې خلک تذکرې اخلي
د نفوسو د احوالو د ثبتولو عمومي رئیس همایون محتاط وايي، په افغانستان کې هره ورځ د دیرش زرو څخه تر څلویښت زرو پورې خلک تذکرې اخلي.
همایون محتاط، چې د چهارشنبې په ورځ یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په نوښت په یوه غونډه کې چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې غړو سره د سلامشورو لپاره په کمیسیون کې جوړه شوې وه، وویل، چې په افغانستان کې د تذکرو اخیستلو ته تقاضا زیاته شوې ده.
ښاغلي محتاط وویل " مونږ د افغانستان په ۴۲۲ اداري واحدونو کې فعال مرکزونه لرو او هره ورځ د دیرشو زرو څخه تر څلویښت زرو پورې تذکرې ویشل کیږي".
د نفوسو د احوالو د ثبتولو عمومي رئیس د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره رایې ورکوونکو ته د تذکرو د ورکولو د بهیر د کړندي کولو په خاطر به د افغانستان په ۴۲۲ اداري واحدونو کې ۴۹۰۰ نوي مامورین هم وګماري او په هره ولسوالۍ کې به د تذکرو د ویش د دفترونو ترڅنګ درې ګرځنده مرکزونه هم پرانیځي.
ښاغلي محتاط د نوو تذکرو د اخیستلو په بهیر کې د جعلکارۍ د مخنیوي په اړه هم د غونډې برخه والو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د نفوسو د احوالو د ثبتولو عمومي ریاست هغه دوویشت زره کتابونه چې د افغانستان د دیرش میلیونو وګړو په اړه معلومات په کې ځای شوي، ډیجیټلي بڼې ته اړولي، چې له مخې که هرڅوک په تذکرو کې جعل وکړي، د دغو ډیجیټلي اسنادو له مخې جعل مخه نیول کیدلی شي.
په غونډه کې د راروانو ټاکنو وړاندې د رایې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو لپاره د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې د چاپ شوو کتابونو یو کتاب هم ګډون کوونکو ته وښودل شو.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد وویل، چې دا کتابونه به ژر له دوبۍ کابل ته راوستل شي او د شاوخوا لسو میلیونو نوو کاغذي تذکرو د ویشتلو پر وخت به کې د رایې ورکوونکو نومونه ولیکل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مر ستیالې میرمن وسیمې بادغیسي دې غونډې ته وویل چې دا کمیسیون به د رایې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو او د ټاکنو د ترسره کولو لپاره دوه دیرش زره نوي مامورین ژر وګماري.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د رایې ورکوونکو د نوملړ پر برابرولو اود کاغذي تذکرو پر ویشلو به شاوخوا نهه ویشت میلیونه ډالره مصرف راشي.
افغان حکومت د لس میلیونو نوو کاغذيتذکرو د ویشلو بهیر په داسې حال کې پیلوي، چې د دې وړاندې حکومت پریکړه کړې وه چې د ټاکنو د شفافیت لپاره به له ټاکنو وړاندې الکټرونیکي تذکرې وویشي.
خو د افغان حکومت په دننه کې د الکټرونیکي تذکرو پر ویش د اختلاف له امله تراوسه د دغو تذکرو د ویش لړۍ نه ده پیل شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgx79qwak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته