د امریکا پوځ د بودجې رئیس تورن جنرال پال چمبرلین وایي، د ۲۰۱۹ میلادي کال لپاره د امریکا متحده ایالاتو د پوځ په بودجه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د ۵،۲ میلیارډ ډالرو غوښتنه شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د مبارزې په خاطر او د تجهیزاتو د برابرلو لپاره هم ۱،۴ میلیارډ په پام کې نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې روانې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني کابو درې اوونی مخکې له افغان ځانګړو ځواکونو سره په یوه مراسم کې د وینا پر مهال وویل، چې د ځانګړو عملیاتو قول اردو ځواکونو د لا ډېرې پیاوړتیاپه خاطر ټول لازم ترتیبات نيول شوي او په څو نورو اوونیو کې به د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هم ځانکړي ترتیبات ونیول شي.
نوموړی په دې اړه نور جرئایت ورنه کړل خو دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د ناټو تر مشری ائتلافي ځواکونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په خاصه توګه د هوایي قواوو د پیاوړتیا لپاره خپل هلي ځلې ګړندي کړي دي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت یوه لوړپوړي جنرال هم له دې وړاندې ویلي وو چې د افغان هوایي ځواکونو جوړښت تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)