دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۵
د مطلب کود : 158638
د سمنګان ولایت والی ابراهيمي پرچوکې کښېناست
راپونه وایی، عبدالکریم خدام چې د سمنګان ولایت له ولایته خپله برطرفي رد کړې وه، حاضر شو چې چوکۍ نوي والي عبداللطیف ابراهیمي ته پرېږدي.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، دري ورځ مخکی د یاد ولایت له ولایته برطرفه شو او ابراهیمي یې پر ځای د سمنګان نوی والي اعلان شو خو ده خپله برطرفي غیرعادلانه وبلله.‎
نن ورځ په یو لړ مراسمو کې، چې خدام هم حاضر و، نوی والي ښاغلی ابراهیمي د دغه  ولایت پر چوکۍ کښېناست.
د یاد وړدی، یوه ورځ مخکی جمعیت ګوند اعلان کړی دی چې د سمنګان ولایت  والي په یاد ګوند پورې تړاو لري او مرکزي حکومت یې لېرې کولی نه شي.
https://avapress.com/vdcgw79q7ak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته