دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 159453
مالیی وزارت د سوئیس هیواد سره هوکړه لیک لاسلیک کړی


مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د کب میاشتې په ۱۵ مه نېټه د افغانستان لپاره د سوئیس له نا استوګن سفیر ښاغلي توماس کولي، سره د تخنیکي همکاریو، مالي مرستو او بشردوستانه مرستو لپاره د دوه اړخیز چوکاټ هوکړه لیک، د مالیې وزارت په خیبرهال کې د یوه خبري کنفرانس په وړاندې لاسلیک کړ.

مالیې وزیر د دې هوکړه لیک په اړه وویل: "د دې هوکړه لیک موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتو اړیکو ټینګولو، تخنیکي همکاريو، بشردوستانه مرستو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د مالي همکاریو پیاوړي کول دي. نوموړي همدا شان د ژنیو کنفرانس له کوربتوب څخه چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۸ کال په نوامبر کې د پراختیایي وزیرانو په کچه جوړ شي او له افغانستان سره د سوئیس هیواد له مرستو یې مننه وکړه.

د افغانستان لپاره د سوئیس نا استوګن سفیر ښاغلي توماس کولي، وویل: "زموږ مرستې د افغانستان لپاره اوږدمهاله دي او له اویایمې لسیزې راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت کوو، موږ زیاتره د افغانستان لپاره په ملکي، د کرنې، پوهنې، عامې روغتیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې د سکټورونو په برخو کې مرسته کوو. نوموړي زیاته کړه، چې یاد هوکړه لیک د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو لپاره حقوقي چوکاټ رامنځته کوي".

تمه کېږي چې یاد هوکړه لیک افغانستان ته د سوئیس د مالي او تخنیکي مرستو تحقق اسانه کړي او د سولې ملي پراختیا له چوکاټ (ANPDF) سره سم، د افغانستان د اصلاحاتو او بدلون له بهیره ملاتړ وکړي او همدارنګه له یاد هیواد سره د پایداره ټولنیزې او اقتصادي پراختیا، ښې حکومتولۍ او د بشر حقونو ته له درناوي، ملاتړ وکړي.

په یاد هوکړه لیک کې تخنیکي مرستې د روزنې له لارې د پوهې لېږدولو، سلا او خدمتونو په چوکاټ کې، مالي همکارۍ د افغانستان د حکومت له لوري د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو په چوکاټ کې او د بېړنیو او مالي مرستو په ګډون بشردوستانه مرستې په کې شاملې دي.

د یادونې وړده چې سوئیس هیواد، د کرنې، پوهنې، روغتیا، ټولنیز خوندیتوب او اقتصادي پراختیا په برخو کې هم همکاري کوي. همدارنګه نوموړي هیواد له افغانستان سره د ۲۰۱۵ – ۲۰۱۸ کلونو لپاره د پراختیایي همکاریو نوې سټراتېژي تصویب کړې ده.
https://avapress.com/vdccpoqs12bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته