کابل وايي تهران په هرات کې د اوسپنې د یو معادن په استخراج کې د پانګونې غوښتنه کړې ده، خو وايي افغان حکومت یې په اړه فکر کوي.
د طلوع تلویزون د افغانستان د معادنو د وزیرې نرګس نهان له خولې ليکلي دي چې ایران غواړي د معادنو د استخراج وسایل افغانستان ته انتقال کړي، خو افغان حکومت تراوسه موافقه نه ده کړې.
د سنګان معادن د افغانستان او ایران ترمنځ سرحد کې دی، چې ایران وار دمخه د خپلې برخې معادن استخراج پیل کړی دی. میرمن نهان وايي ایران خامو مواد ته اړتیا لري او له همدې کبله په افغانستان کې د معادنو په استخراج کې پانګونې ته لیوال دی.
د همدغې میاشتې په پیل کې په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا وویل چې له افغان حکومت سره په طبعي زیرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړي دي.
څه موده وړاندې امریکايي رسنیو هم د افغانستان د معادنو په استخراج کې د امریکايي شرکتونو د پانګونې په اړه راپورونه خپاره کړل.