دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 100351
محور ورځپاڼه: په افغانستان کې پانګونه ګړندۍ شوې ده

ايسا ادارې وايي، د نوي ولسمشر د کار له پیل سره د پانګونې بهير ګړندی شوی او هره ورځ په اوسط ډول پنځه شرکتونه د صنعت په برخه کې د جواز تر لاسه کولو لپاره دوی ته مراجعه کوي.
د صنعتکارنو ټولنه وايي، يوازې په کابل کې هره ورځ له دريو تر څلورو کسانو په صنعتي پارکونو کې په کرايي او يا هم ګروي ځايونو پسې ورځي، چې خپلې کارخونې فعالې کړي.
د صنعت په برخه کې ۵۰۰۰ جوازونه وېشل شوي، له دې ډلې ۲۶۰۰ فابريکې فعالې دي، خو په تېرو شپږو مياشتو کې دیاد شمېر کارخونو له ۳۰ تر ۴۰ سلنې یې په ټپه ولاړې وې.
په افغانستان کې د پانکې اچونې د ملاتړ اداره ايسا وايي، د نوي حکومت له برياليتو سره د صنعت په برخه کې د پانګوالو علاقه زياته شوې او هغو کارخونو چې خپل کارونه يې په تېرو شپږو مياشتو کې ټکني کړي وو، اوس بېرته ګړندي کړي دي.
۱د ايسا ادارې د معلوماتو له مخې، په ټولو سکتورونو کې ۴۳زره جوازونه وېشل شوي، چې کابو ۵۰۰۰ يې د صنعت په برخه کې دي.
د صنعتکارانو د ټولنې مرستيال عبدالجبار صافي محور ورځپاڼې ته وويل، د افغانستان په صنعتي پارکونو او مارکېټونو کې ۲۶۰۰ فابريکو فعاليت کولو، چې په تېرو شپږو مياشتو کې په دغه فعاليت کې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې کموالی راغی، توليدات کم شول او کارګران رخصت شول، خو د نوي حکومت له پيل سره بېرته په صنعتي پارکونو کې کار روان شوی دی.
د صنعتکارانو د معلوماتو له مخې، په لومړي سر کې په دغو کارخونو کې ۳۶۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره وه او په ټوله کې د صنعت په برخه کې يونيم ميليارد ډالره پانګونه شوې ده.
ښاغلی صافی زياتوي، په تېرو څو ورځو کې دې برخې ته يوځل بيا جدي پام وراوښتی، ډېری کسان کارخونو ته مراجعه کوي، د توليداتو فرامايشونه ورکوي: (( اوس د فابريکو مالکان په دې هڅه کې دي، چې نوې ماشينرۍ راوړي او کارکوونکي جذب کړي، خپل توليد لوړ کړي.))
د صافي په خبره د نور څه ترڅنګ هره ورځ يوازې په کابل کې صنعتي پارکونو ته له دريو تر څلورو کسانو پورې مراجعه کوي، چې کرايي او يا هم ګروي ځايونه پيدا کړي، چې فابريکې فعالې کړي او پانګونه وکړي.
افغان صنعتکاران وايي، د نورو ترڅنګ له پاکستان، ايران، سعودي او اماراتو نه هم ګڼ پانګوال را روان دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او هغه کارخونې چې له وړاندې يې په نورو هېوادونو کې فعاليت لرلو، هڅه کوي افغانستان ته يې را ولېږدوي.
د صنعتکارنو غوښتنه دا ده، چې بايد د هېواد په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکړل شي او هغه امکانات ورته برابر شي، چې د پانګونې لپاره ضروري وي.
تر دې مهاله د افغان پانګوالو ډېره پاملرنه د هېواد پنځو لويو ولايتونو کابل، کندهار، هرات، مزار او بلخ ته وه، خو ددې ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم يا په صنعتي پارکونو کار روان دی او يا هم چارې يې بشپړې شوې دي، خو تر اوسه نيوکې دا وې، چې په دغو پارکونو کې ځمکې وړ کسانو ته نه دي ورکړل شوې.
د ايسا ادارې وياند روح الله احمدزی وايي، په تېرو څو کلونو کې د پانګوالو پر وړاندې ستونزې وې او تر ټولو جدي ستونزه يې د ځمکو وه، خو اوس دا ستونزه اواره شوې ده. دی وايي، د ټاکنو د بهير له ځنډېدو سره پانګوالو نوې پانګونه نه کوله، خو د نوي حکومت له جوړېدو سره يوځل بيا پانګوالو مخه کړې او هره ورځ په تقريبي ډول تر پنځو کسانو پورې مراجعه کوي، چې د صنعت په برخه کې جوازونه تر لاسه کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcftxdyyw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته