په سلمان خان باندې په ۱۹۹۸م کې په جودپور کې د دوه تورو هوسيو د ښکار قضیه درج شوې او هغه سره سېف علي خان، سونالي بېندری، تبو او نيلم هم په قضيه کې شريک شوي و.
سلمان خان سره په هغه مهال د (هم سات سات هی) نور لوبغاړي هم تورن شوي، خو بیا یې لوړې محکمې ته د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
دا پریکړه د پنج شنبې په ورځ د راجستان د جودپور يوه محکمه کې د هغه په شتون کې شوې ده او راپورونه وایي چې سلمان خان په محکمه کې نیول شوی دی.
د هند ځينې رسنۍ خبر ورکوي چې د سلمان خان وکيل محکمې ته ويلي چې ستوري هنرمند ته د درېو کالو نه د کم بند سزا واوري.
سلمان خان سره نور تورن کسان بې ګناه ثابت شوي دي.
تر اوسه د هند د فلم جوړونکو د صنعت غړو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)