دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 162047
سوریه کې ناتو ماموریت لاندی سرتیرو لیږلو ته سعودی عربستان آمادګی ښودلي
د سعودی عربستان بهرنیو چارو وزیر په وینا دا هیواد آماده دی ترڅو د نړیوال ائتلاف تر ماموریت لاندی خپل سرتیری سوریی ته واستوی.

عادل‌الجبیر چې پرون سې شنبه‌يې په ریاض کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره ګډې خبري غونډې ته څرګندونې کولې وویل، موږ په سوریه کې د شخړې له پیل راهیسې دغه هېواد ته د خپلو ځواکونو د استولو په اړه له امریکا سره خبرې کولې.
نوموړي وویل، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سره‌يې هم سوريې ته د سعودي ځواکونو د لېږلو موضوع مطرح کړې وه.
تر دې وړاندې وال‎سټریت ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی و چې ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅه کوي چې د عرب هېوادونو یو ګډ ځواک برابر کړي چې په سوریه کې د امریکايي سرتېرو ځای ونیسي.
دا په‎داسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي له سوريې نه امریکايي سرتېري وباسي، خو امریکایی چارواکو په دی اړه څه نه دی ویلي.
 
https://avapress.com/vdcfj0dyew6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته