دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 162128
بن کنفرانس، د طالبانو په ملاتړ د پاکستان او سعودي هڅې، او د قانوني تازه څرګندونې
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال یونس قانوني په بن کنفرانس کې د طالبانو په ملاتړ د پاکستان او د سعودي عربستان د هڅو په اړه له نویو حقایقو څخه یې پرده پورته کړه.
نوموړی نن په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې پاکستان او د سعودي عربستان استخبارات هڅې کولې ترڅو د طالبانو نظام د ړنګېدو مخه ونیسي.
ښاغلي قانوني زیاته کړه، چې پاکستان د طالبانو پر ځای یې متحد جبهې ته د واک له سپارلو سره هم مخالفت ښودلی و او له همدې امله د حامد کرزي په مشری یوه بل بدیل کنفرانس ته وړاندې شو.
په همدې حال کې ښاغلي قانوني په دغه وخت کې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني له خوا نوی حکومت ته د واک د سولییز انتقال یوه مهم لاسته راوړنه وباله.
نوموړی دا هم وویل، چې د امریکا په مشری د ترهګرو پر ضد د مبارزې پر مهال وسله والو طالبانو له هېواده بهر وتښتېدل.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو نظام له نسکورېدو کابو ۱۷ کاله تیریږي خو افغان حکومت او نړیوال ټولنه تر اوسه نه دی توانیدلی چې روانو جګړو ته پای ټکې کیږدي.
بلخوا افغان چارواکي تل ادعا کوي چې  په هېواد کې روانې جګړې او تاوتریخوالي له ټپل شوې جګړې سره تړاو لري ځکه پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf00dycw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته