دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 33354
"پاکستان د بن کنفرانس ته هڅوو"
د ښاغلي پیټي په خبره افغان حکومت باید په دې کنفرانس کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته دا ډاډ هم ورکړی، چې د اداري فساد پر ضد به مبارزه چټکوي او نړېوالې مرستې به په پوره شفافیت لګوي: 2
په کابل کې د بریتانیي سفیر تمه وښوده، چې د بن په کنفرانس کې نړېوال له افغانستان سره خپلې ژمنې یو ځل بیا تکرار کړي او دا وښیي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به هم له دې هېواد سره همکار وي.

ویلیم پیټي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د بن کنفرانس د افغانستان لپاره له هره پلوه ډیر مهم دی او هیله ده چې افغان حکومت هم د خپلو تیرو کړنو د یادولو تر څنګ له نړېوالې ټولنې سره ژمنه وکړه چې د خلکو له غوښتنو سره سم به هغوي ته ښه حکومتي خدمات رسوي.
د ښاغلي پیټي په خبره افغان حکومت باید په دې کنفرانس کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته دا ډاډ هم ورکړی، چې د اداري فساد پر ضد به مبارزه چټکوي او نړېوالې مرستې به په پوره شفافیت لګوي:

"نړېواله ټولنه به د بن په ناسته کې له افغان حکومت او خلکو سره د مرستې لپاره ژمنه وکړي، خو په بدل کې موږ دا تمه لرو، چې افغان حکومت ځینې ټاکلي کارونه ترسره کړي.

موږ تمه لرو، چې د فساد پر ضد مبارزه وکړي او همدا راز غواړو په دې ډاډه شو، هغه مرستې، چې له افغانستان سره کیږي په شفاف ډول ولګولې شي.

موږ خپلې ژمنې لرو او افغان حکومت خپلې ژمنې او دواړه مسایل له یو بل سره تړلي دي."

د افغانستان په اړه د بن کنفرانس د دسامبر په پنځمه نیټه په جرمني کې جوړیږي، په دې کنفرانس کې د نړۍ د کابو یوسلو لسو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي برخه اخلي او په افغانستان کې په تیرو لسوکلونو کې د شوو پرمختګونو او د راتلونکو لسوکلونو د پلانونو په اړه خبرې کوي.

خو پاکستان د بهرنیو ځواکونو په برید کې د خپلو عسکرو د وژنې په اعتراض د ولسمشر کرزي او د نړۍ د ځینو نورو سیاسي مشرانو له غوښتنو سره سره اعلان وکړ چې په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي.

په کابل کې د بریتانیې سفیر هم د بن په کنفرانس کې د پاکستان ګډون د دواړو هېوادونو لپاره خورا مهم بولي او وایي، چې د دوي هلې ځلې دوام لري چې پاکستان دیته وهڅوي چې په بن کنفرانس کې برخه واخلي:

"پاکستان سره لا خبرې روانې دي، څو د بن کنفرانس ته خپل یو پلاوې واستوي، دا یوه مهمه مسئله ده، موږ پاکستان هڅولې، چې په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

د بن غونډه د ناټو ناسته نه ده، بلکه د افغانستان لپاره جوړیږي، چې مشري یي هم د افغانستان په غاړه ده او موږ خواشینې یو، چې پاکستان په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

دا غونډه پاکستان ته نه ده ځانګړې او د هغې ګډون پرته به هم جوړه شي او له مخکې نه په ځانګړو شویو مسئلو به پکې خبرې وشي."

په عین حال کې ویلیم پیټي وایي، چې د بن په کنفرانس کې یي د ګډون کوونکو لست لیدلی خو څرګندوي چې په دې لست کې د وسلوالو طالبانو د استازي نوم نشته، ده وویل، تمه نه کوي چې د بن په کنفرانس کې طالبان برخه واخلي.

په کابل کې د بریتانیې سفیر څرګنده کړه چې د بن په کنفرانس کې نړېوال له افغانستان سره د خپلو ژمنو د تکرار ترڅنګ په دې هېواد له طالبانو سره د سولې له پروسې څخه هم ملاتړ وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjmdm.w6dmtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته