دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 162280
د بلخ چهاربولک ولسوالۍ کې په سلګونه کورنۍ بی ځایه شوي
د دوو اونیو راهیسی طالبانو د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی بریدونه کوی چی له امله ګڼ شمیر کورنۍ بی ځایه شوي دی.

دولتي ځواکونو هم له دوه وروځو راپدېخوا په چهاربولک ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل کړي او د سیمې خلک شکایت لري چې امنیتي ځواکونه د خلکو د استوګنې کورونه او بېګناه خلک په نښه کوي.
د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د رای ورکونې د کارټونو د ورکولو د لړۍ په پیلېدو سره سم دې ولسوالۍ کې نا امنۍ پيل او جګړې زور واخیست.
د شاهین قول اردو ویاند همدا راز وویل چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د پيل شویو عملیاتو په نتیجه کې تر دې دمه کابو لس کلي د طالبانو له وجوده پاک شوي او د دولت ضد وسله والو ته هم په دې عملیاتو کې درنه مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د شاهین قول اردو ویاند زیاتوي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د طالب وسله والو سره د امنیتي ځواکونو د جګړې په نتیجه کې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندان ضابط خنجر هم وژل شوی دی.
په همدې حال کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندان الماس خان په ګډون ۱۱ حکومتي ځواکونه وژلي او له پنځو زیات ټپيان دي.
 
https://avapress.com/vdcevw8z7jh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته