دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 116323
آرشیف
آرشیف
ناامني، بیکاري، د پراختیايي پروژو ځنډېدل، د لارو او سړکونو تړل؛ خلکو ته د کرنې، روغتیا او پوهنې په چارو کې د خدماتو نه رسېدل او داسې نور؛ هغه شکایتونه وو چې د ولسي جرګې غړیو د شبنې په ورځ؛ د جرګې په عمومي غونډه کې وکړل.

دوی چې په تازه ورځو کې د اوړي له رخصتیو راستانه شوي؛ ډېرو یې له اجنډا سره سم، د خپلو سیمو او موکلینو ستونزې او غوښتنې بیان کړې.

دوی د ټولو ستونزو لامل ناامني وبلله او پر حکومت یې غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د روان وضعیت ختمولو ته تدابیر ونیسي.

د جرګې غړی مولوي عبدالرحمن رحماني وویل؛ له ملت سره اسناد شته چې په دې ناامنیو کې؛ ځینې حکومتي چارواکي لاس لري:

((که دا خبره کلکه کړو چې داعش د چا په ذریعه راځي؟

د کابینې ځینې غړي، ځینې والیان او ځینې امنیه قوماندان په کي لاس لري.

قسم دی چې په دې هکله له ملت سره اسناد موجود دي؛ خو څوک یې نه مني.

داعش له یوې سیمې نه بلې ته په ښکاره توګه لیږدول کیږي.))

په دې وروستیو کې اجرایيه رييس عبدالله هم ویلي چې په حکومت کې دننه داسې چارواکي هم شته چې په ناامنیو او د نظام په ګډوډولو کې لاس لري.

عبدالله داهم ویلي، هڅه روانې دي چې دا کسان معلوم او قانوني چلند ورسره وشي.

دوی دا هم وویل، په ځینو سیمو کې هم وسله والو طالبانواو هم د داعش یا اسلامي ډلې د کورونو په سوځولو؛ د خلکو په وژولو او د سیمو پر اوسیدونکو د بندیزونو په لګولو لاس پورې کړی دی.

د ننګرهار د ولایت استازي عبدالغفار وویل:

د ننګرهار د شینوارو او د کونړ ولایت په سیمو سخته ناامني ده او ورو - ورو نورو سیمو ته غځیږي. داعش خلک په بمونو والوزول او که پوه شي دا کس د دوی مخالف دی؛ سمدلاسه یې وژني، خلک یې د کورونو پرېښودلو ته مجبور کړل.))

د جرګې غړیو په اوسنیو حالاتو کې هلمند؛ کندر، ننګرهار، فاریاب، سرپل بدخشان، کونړاو یو شمېر نور ولایتونه د نا امنو سیمو په توګه یاد کړل.

دوی پر امنیتي ځواکونه انتقاد وکړ چې د پرسونل او جنګي تجهیزاتو له لرلو سره سره؛ نه شي کولی، په ځینو سیمو کې وضعیت کنټرول کړي.

د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وویل؛ د جرګې د غړو ټول شکایتونه او غوښتنې به راټولې او د حکومت له مسوولو ارګانونو سره به یې شریکې کړي.

دوی دا هم وویل، دا ستونزې له کابو یوه کال راهیسې څو برابره زیاتې شوي دي.

بلخوا د افغانستان د د فاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان وايي؛ اوسمهال د مخالفینو پرضد په شاو خوا دولس ولایتونو کې عملیات روان دي او ښې نتیجې ترې اخیستي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcb50b8frhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته