پیري میاودون پرون چهارشنبه په کابل کې خبري غونډې ته وویل:"دا انتخابات د سولې لپاره یو چانس برابروي. په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون به یاغیانو ته ډېر پیاوړی پیغام ورکړي چې د افغانستان خلک شخړو او افراطیت ته نه وایي."
د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوملیکنه د حمل په ۲۵مه د ولایتونو په مرکزونو کې پیل شوې ده چې تر دې دمه نږدې ۱۳ لکه کسانو نوم لیکنه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې دا انتخابات د تلې په ۲۸مه وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)