دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 163477
۱۴ ولایتونو او دوو زونونو ته د پولیسو نوي قوماندنان معرفي شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څوارلسو ولایتونو او د پولیسو د دوو زونونو لپاره نوي امنیهقوماندنان او د زونونو قومندانان بدل کړي او پرځای يېنوي قوماندان معرفي کړي او لس پخواني امنیه قومندانان یې احتیاط ته لیږلي دي.
پدغو نویو ګمارنو کې پاسوال خلیل الله د ۳۰۳ زون قومندان او مل پاسوال راز محمد د ۸۰۸ زون د قومندان په توګه ګمارل شوي دي.

عبدالباقي نورستاني د کندز، امین الله امرخیل د هرات، عبدالرحمن اقتاش د تخار، اختر محمد نورزی د خوست، نبي جان ملاخیل د فاریاب، عبدالقیوم باقي زوی د سرپل، محمد ابدالي د لوګر، عبدالروف ارزګاني د لغمان، فرید مشعل د غزني، سید عباس سادات د نورستان، محمد صابر د بدخشان، غلام سخي غفوري د دایکندي او احمد فهیم قایم د بادغیس لپاره د امنیه قومندانانو په توګه ګمارلشوي دي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو پدې وزارت کې ددغو نويو امنیه قومندانانو د معرفۍ په وخت له نوي امنیه قومندانانو وغوښتل، چې فساد سره دې کلکه مبارزه وکړي. دا نوي قوماندان د کورنیو چارو په وزارت کې په یوه غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم په کې ګډون درلود ددغه وزارت منسوبینو ته معرفي شول.

خیالي پولیس

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال امین الله کریم نویو امنیه قومندانانو ته په ويناء کې وویل چې یو شمېر ولایتونوڅخه وزارت ته داسې مکتوبونه رسیږي چې ګواکې په زرګونو پولیس د تعلیم څخهبې برخې پولیسان دي.
د ښاغلي کریم په ويناء دا ټول خیالي دي او هیڅ وجود نه لري.

پاسوال امین الله کریم وویل "په ولایتونو کې شپاړس زره د تعلیم نه د بې برخې په نوم پولیس شته دي. داسې افراد هم شته، چې د هغوی یوازې نوم لیکل شوی. خپله هیڅ نشته. خو وزارت ته راپور ورکول کیږي، چې په فلاني ولایت کې ۵ زره، ۲ زره او یا لس زره دې خلکو تعلیم او تربیه نده لېدلې. حقیقت درته ووایم اکثریت یې خیالي دي، موجود ندي لطفا توجه وکړئ او هر یو یې شته کړئ".

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم نوي امنیه قومندانانو ته وویل چې له فساد سره مبارزه ګړندئ کړي.

هغه وویل" څو میاشتې ګورو چې تاسې څنګه تغییر راوړئ، که مو د فساد څه ولیدل بیا درسره نه یو. وزارت درسره ندی او فساد سره کلکه مبارزه وکړئ".

جګړه او پولیس
د کورنیو چارو وزیر دې غونډې ته وویل چې په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې په لسو ولایتونو کې سخته او شدیده جګړه وه او یو شمېر پولیس وژل شوي او یو شمېر ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر د وژل شو او ټپي شو پولیسو شمېره ور نه کړه.
په نويو ګمارل شوو امنیه قومندانانو کې یو شمیر یې پخوا هم د امنیه قومنداانانو په توګه دندې سرته رسولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5s0f5yt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته