بامیان ولایت سیمه ایز او امنیتی مسؤولین وایی چی د تاله او برفک ولسوالی د بیرته نیولی عملیات د دوو ورځو راهیسی د بغلان ولایت له لاری شروع شوی او طالبانو او افغان امنیتی ځواکونو ترمنځ جنګ په دی ولسوالی کې جریان لری.
د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، لطیف عظیمی؛ د بامیان والی دستیار وویل: د افغان امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ جنګ د بغلان د لوری جریان لری او تراوسه هم د تاله او برفک ولسوالی تعمیر د طالبانو تر تصرف لاندی دی.
هغه زیاته کړه، تراوسه هیڅ ډول امنیتی ګواښ و بامیان ولایت ته نه ګوری او د دو آب سیمې ډیرو اوسیدونکو کهمرد ولسوالی څخه د ملا کبیر په مشری خپل ملاتړ د افغان امنیتی ځواکونو څخه اعلان کړی او طالبانو سره مبارزی اعلان کړی دی.
محمد علی لګزی؛ د بامیان ولایت پولیسو قوماندی امنیت آمر وایی چی تراوسه طالبان د بامیان ولایت مرزی سیمو باندی هیڅ تعرض نه دی درلودلی او بامیان په پوره امنیت کې دی.
هغه زیاته کړه، د تاله او برفک ولسوالی د بیرته نیولو عملیات د بغلان له سمته شروع شوی او انشاالله ډیر ژیر به د تاله او برفک ولسوالی د طالبانو کنترول څخه ووځی.
تیره اونۍ سه شنبه په ورځ ۶۰۰ تنه د طالبانو د ډلې څخه د تاله او برفک پر ولسوالی باندی خپل تهاجمی بریدونه شروع کړي او هغه ځای یی خپل ولکې لاندی راوستي وه.