د بغلان ولایت د ولایتي شورا مشر صفدر محسیني تائید کړه چې د تاله او برفک ولسوالی د طالبانو لاس ته لوېدلی.
خو د بغلان والي وایي د تاله او برفک ولسوالی له امنیه قوماندان، ولسوال، او نورو چارواکو سره د سیمه ییز حکومت اړیکې پرې شوې خو هغه د ولسوالی د سقوط په اړه څه نه وایي.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې د ولسوالی واک په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته لوېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د تاله او برفک ولسوالی له څو ورځو راهیسې د طالبانو په محاصره کې قرار لري.