دخپریدو نیټه :جمعه ۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 164211
پاکستان سفیر: نور هیوادونه هم د طالبانو سره اړیکې لری
پاکستان سفیر زاهد الله خان په کابل کې ویلی چی وسله وال طالبان د سیمې په کچه هیوادونو سره ښی اړیکې لری.

نوموړی د ډیپلوماټ له مجلې سره د مرکې پر مهال ویلي، چې پاکستان پر وسله والو طالبانو په محدوده کچه نفوذ لري.
ښاغلي نصرالله خان زیاته کړه، چې هیڅوک باید له پاکستانه دا تمه ونه لري چې پاکستان وسله وال طالبان سولې ته هڅولی شي.
هغه وویل، چې د سیمې په کچه وسله وال طالبان د پاکستان ترڅنګ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، په خاصه توګه د دغو هېوادونو له مشرتابې له مشرتابې سره.
د پاکستان سفیر په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل خو افغان او امریکایي چارواکي وایي وسله وال طالباند د پاکستان ترڅنګ له روسیې او ایران څخه هم مرسته ترلاسه کوي.
پر فراه ښار د وسله والو طالبانو د وروستي برید په غبرګون کې د افغانستان دفاع وزیر دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو چې په فراه کې د طالبانو وروستي برید او جنګ د اوبو مدیریت له ستونزو سره تړاو لري.
د پنټګان ویاندې دانا وایټ له دې وړادې ویلي وو، چې هیڅوک نشي کولای دا موضوع رد کړي چې ایران د سیمې په کچه لاسوهنې کوي.
اغلي وایټ ویلي وو، چې ایران په منځني ختېځ کې د ناامنیو یوه لویه لامل ګڼل کېږي او له همدې امله موږ نشو کولای په افغانستان کې د ایران لاسوهنې رد کړو.
 
https://avapress.com/vdca6yn6649niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته