ولسمشر غني په خپل ټویټر پاڼه کې د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې افغان حکومت د روژې میاشتې له ۲۷ مه د عیدالفطر تر پنځمې ورځې پورې د اوربند پرېکړه کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې د دیني عالمانو په فتوا کې راغلي دي، چې تاوتریخوالي او ځانمرګي بریدونه حرام او د اسلام د دین خلاف کار ده او له همدې امله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د وسله والو پر وړاندې له تهاجمي بریدونو لاس واخلي.
په همدې حال کې ولسمشر غني وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د داعشیانو او نورو بهرنیو وسله والو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
ولسمشر غني وایي دا اوربند یوه فرصت ده د وسله والو طالبانو لپاره چې پر خپلې مبارزې غور وکړي ځکه د طالبانو مبارزې یوازې د یاد ډلې او افغان خلکو ترمنځ د فاصلې لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې سلګونو دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې د یو ګډ فتوا په صادلو سره روان جګړه او تاوتریخوالي حرام وبلله او پر وسله والو طالبانو غږ وکړې چې د سولې په تړاو د افغان حکومت وړاندېز ته مثب ځواب ووایي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)