دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 164943
د داخلی چارو وزیر: په ناامنیو کې داخلی حلقات لاس لری
د داخله چارو وزیر چی د ناامنیو ډیریدو له امله نمایندګانو مجلس ته وغوښتول شو او هغه وویل چی ځینی داخلی حلاقت په ناامنیو کې لاس لری.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ویس احمد برمک، د داخلی چارو وزیر چهارشنه په ورځ د نمایندګانو استجوابیه ناسته کې و نمایندګانو ته وویل چی ځینی داخلی حلقات د خپل منافع ساتلو لپاره د هیواد په بیلابیلو سیمو کې مسلح غیری مسؤول کسانو ته پیسی ورکوی.
ښاغلی برمک د فراه ولایت ناامنیو ته په اشاره سره زیاته کړه چی ناامنی ډیریدنه په دی ولایت کې یواځی طالبانو حضور پوری اړه نه لری، بلکه د ځینی داخلی حلقاتو ګټو تامین، مخدره توکو قاچاق او نور څه دا ولایت ناامنه کړی دی.
د برمک په وینا؛ ارزونې شکاره کوی چی د فراه ناامنی اصلی بحث، مخدره توکو قاچاق، سازمان یافته جرایمو شبکو ترمنځ اختلافات او اسلحی قاچاق کې ریشه لری.
هغه وویل چی هغه وخت چی ځینی داخلی حلقات د خپل ګټو ویښ پرسر توافق ته نه رسیږی، امنیتی ځواکونو باندی نیوکې کوی او د سیمې ناامنه کولو لپاره مسلح او غیری مسؤول ډلو ته پیسی ورکوی.
برمک همدارنګه وویل چی طالبان هڅه کوی ترڅو یو ځمکنی دهلیز د خپل جنګ وسیلو لیږد لپاره د هیواد جنوب څخه و مرکزی او شمالی لوری ته تر فاریابه پوری رامنځته کړی؛ خو امنیتی ځواکونه ټول بریدونه په ډیر استقامت سره دفع کړی دی.
برمک خپلو خبرو په جریان کې وویل چی امنیتی راتلونکې وضعیت به ښه شی ځکه چی مسلح مخالفان جنګ ډګرونو کې ماته خوړلی دی.
برمک د دوشنبه پیښی ته په اشاره سره وویل چی هغه کسان چی د علماوو ناستې امنیت تامین په برخه کې غفلت کړی دی ستری محکمی ته معرفی کړل شی.
 
 
https://avapress.com/vdcc00qs12bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته