دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 165586
ننګرهار ولایت غنی خېلو ولسوال د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو
د ننګرهار ولایت غنی خېلو ولسوال سبحان الله خطاب د وسله والو طالبانو د برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

سیمه ایز چارواکي وایي، پیښه تیره ورځ د غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د غني خېلو ولسوالی اړوند په مالټو باغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تائید کړه، چې وسله والو تیره ورځ شاوخوا ۱۰ بجې د ښاغلي خطاب پر موټر برید کړی چې په ترڅ کې نوموړی وژل شوی او د هغه یوه ساتونکی ټپي شوی دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو د یکشنبې په شپه د یو بیان په نشرولو سره وویل چې له حکومت سره درې ورځني اوربند پای ته رسېدلی او د یاد ډلې وسله والو به د افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومت په وړاندې خپل بریدونو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره تمدید کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcg7n9q3ak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته