دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 165630
هندوستان ته د هیروئینو ۷ قاچاقبران نیول شوي
د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي، افغان کشفي او امنیتي ارګانونو په تیره یوه اونۍ کې د نشه‌يي توکو د قاچاق د ۱۳ قضیو په تړاو ۱۶ تنه نیولي دي.
د دغه مرکز د مطبوعاتو مسؤل احمد خالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، په دغو قضیو کې ۷ تنه هغه قاچاقبران هم شامل دي، چې غوښتل یې له کابل څخه ډهلي ته هیروئین قاچاق کړي.
ښاغلي مؤحد وویل "دوی غوښتل چې د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه، په خپلو ګېډو کې نشه‌يي توکي (هیروئین) د هندوستان هیواد ته قاچاق کړي، پولیسو او د مسکراتو او نشه‌يي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخوا له پیژندلو وروسته ونیول شول".
هغه زیاته کړه، چې پاتې ۹ تنه قاچاقبران په ننګرهار او فراه ولایتونو کې، له مخدره موادو او الکولي مشروباتو سره لاس په لاس نیول شوي دي، چې یوه ښځه او یو ایرانی وګړی هم په کې شامل دي.
د ښاغلي مؤحد پر وینا، افغان ځواکونو له دغو کسانو څخه څه باندې ۳۱ کیلوګرامه هیروئین،۹۴۰ګرامه اپین،۲۷۱ کیلوګرامه چرس، یو کیلوګرام شیشه، ۳۳۳۰ لیټره الکولي مشروبات، ۱۵۰ کیلوګرامه تیزاب او له کوکنارو څخه د اپینو د راټولو وسایل نیولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwn9qzak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته