د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې امریکایي ځواکونو پرون د وټه پور ولسوالی په قرو سیمه کې هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کې قیام الدین مشهور په کشاف، عبدالله مشهور په نظیف، ابو زر، زبیر او مزل شامل دي.
په ورته وخت کې د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم وایي په څوکی ولسوالی کې هم هوایي برید په ترڅ کې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي
نوموړی زیاته کړه، چې په وټه پور ولسوالی کې د وژل شویو کسانو په ډله کې یوه پاکستاني وګړی هم شامل دی.
د ښاغلي مصمم په وینا، په دواړو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.