نوموړی پرون د ویډیو کنفرانس له لارې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې د ظرفیت او مهارت له لحاظه د افغان هوایي ځواکونو ودې چارې او وړتیاوې ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي.
جنرال بنچ زیاته کړه، چې افغان هوایي ځواکونه په مسلسله توګه نوي وړتیاوې په خپلو لیکو کې شاملوي، چې په کې د لیزري بمونو په وسیله هوایي بریدونه، د هوا له لارې اکمالات او د بلک هاک چورلکو د ادغام بهیر شامل دي.
د امریکا هوایي دغه جګپوړي جنرال زیاته کړه، چې د اوربند تر پیل پورې د Iron Tempest عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۱۵۴ مواضع او مالي سرچینې تر هوایي برید لاندې راغلي او هوایي ځواکونو په دغه موده کې ۱۹ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
جنرال وایي، افغان هوایي ځواکونه په تېرو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۷۵ لیزري بمونو د وسله والو پر مواضعو غورځولي دي.