دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 258312
اردوغان: د روسیې په وړاندې د لویدیځ چلند پارونکی دی
دترکیې ولسمشر لویدیځ هیوادونه د روسیې پرضد په پارونکو چلندونو تورن کړل او ویې ویل تر هغه چې لویدیځ هیوادونه خپلو پارونکو جنګونو ته دوام ورکړی دقناعت وړ پایلې نشی ترلاسه کولای .
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د صربستان په پلازمینه کې لویدیځ د روسیې پر ضد په پارونکو چلند تورن کړ او ویې ویل چې لویدیځ هڅه کوی چې یوه پارونکې جګړه پیل کړی.
 
اردوغان زیاته کړه:«زه په ښکاره ویلای شم چې د لویدیځ اوسنی چلند سم نه دي.
 
د ترکیې ولسمشر دغه څرګندونې د اروپا د انرژۍ د بحران په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
 
نوموړي له خپل سربي سيال الکساندر ووچيچ سره په دغه خبري کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
اردوغان زیاته کړه: "تر هغه چې لویدیځ هڅه وکړي چې دا ډول پاروونکې جګړه پیل کړي، مطلوب پایلې نشي ترلاسه کولی."
 
د ترکیې ولسمشر چې په وروستیو میاشتو کې یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو اترو پیلامه کړې ده، په دې غونډه کې اعلان وکړ چې هېواد یې تل (د روسیې او اوکراین تر منځ انډول او توازن) ساتلی دی.
 
هغه وویل که ترکیه کییف ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي نو په عین وخت کې به د روسیې په وړاندې د لویدیځ په بندیزونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې د ترکیې په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوکراین د غلو د صادراتو په برخه کې هوکړه شوې وه.
 
https://avapress.com/vdcgq79xxak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته